د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته نږدې د اټک د کامره پر هوايي ډګر ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي، چې له كبله يې اته بريد کوونکي او دوه پاكستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته نږدې د اټک د کامره پر هوايي ډګر ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي، چې له كبله يې اته بريد کوونکي او دوه پاكستاني سرتېري وژل شوي دي.
دغه بريد د شپې شاوخوا دوه بجې د اسلام اباد په ٦٠ کيلومټرۍ کې د اټک ښار د کامره په نوم د پوځ پر هوايي ډګر شوى، چې اوه ساعته يې دوام درلود.
پاكستاني چارواكي وايي، چې په ياده نښته كې د کامره هوايي ډګر قوماندان له درېيو نورو سرتېرو سره ټپي شوى او يو بريد كوونكى ژوندى نيول شوى دى.
د دوى په وينا، د بريد کوونکو ځانمرګي واسکټونه هم پر ځان وو او په لاسي بمونو، درنو او سپکو وسلو سمبال وو.
ددې بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

