ads

کاروبار پالنه (منجمنټ) او صنعتي اقتصاد

کاروبار پالنه (منجمنټ) او صنعتي اقتصاد كتاب د ښاغلي واحدالله مزل له خوا په تېر ۱۳۹۰ لمریز کال ژباړل شوى دى چې په ۱۷۵ مخونو کې د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر د مومند خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی دی. کاروبار پالنه (منجمنټ) او صنعتي اقتصاد كتاب د ښاغلي واحدالله مزل له خوا په تېر […]

نویسنده: The Killid Group
22 زمری 1391
کاروبار پالنه (منجمنټ) او صنعتي اقتصاد

کاروبار پالنه (منجمنټ) او صنعتي اقتصاد كتاب د ښاغلي واحدالله مزل له خوا په تېر ۱۳۹۰ لمریز کال ژباړل شوى دى چې په ۱۷۵ مخونو کې د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر د مومند خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

کاروبار پالنه (منجمنټ) او صنعتي اقتصاد كتاب د ښاغلي واحدالله مزل له خوا په تېر ۱۳۹۰ لمریز کال ژباړل شوى دى چې په ۱۷۵ مخونو کې د ۲۰۰۰ ټوکو په شمېر د مومند خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوی دی.

په دې کتاب کې د کاروبار، ادارې او اقتصاد په اړه هراړخيز بحث شوی او په زړه پورې والی يې په دې کې دی چې دغه  مسئله د نویو علمي پرمختګونو په رڼا کې لیکل شوې ده.

د کاروبار پالنه د ژباړې اهمیت په دې کې دی چې په لیکلو کې يې د اقتصاد په برخه کې پر نويو تجربو ډېره تکيه شوې، حال دا چې همدا اوس هم زموږ په پوهنتونونو کې له زړو او پخوانيو درسي موادو استفاده کېږي. که چېرته زموږ نور ليکوال هم دې مسئلې ته پام واړوي، نو زموږ په پوهنتونونو کې به دا ستونزه ډېر ژر له منځه ځي.

که څه هم د دې ژباړې ژبه ساده او روانه ده او جملې يې لنډې او له وضاحت ډکې دي، خو له ژبني پلوه ځينې ستونزې په کې شته دی. په کار ده چې د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره ژباړن او چاپخانې ډېره هڅه وکړي. زما وړانديز دا دی چې چاپخانې دې تر چاپ مخکې د کتابونو د ايډيټ لپاره د ليکوال او ژباړن په موجوديت کې يوه وړه مسلکي ډله جوړه کړي.

په دې ژباړه کې يوه تېروتنه چې له پيل نه تر پایه پورې ډېره محسوسه ښکاري د اغېزمن، اغېزمنتوب او اغېزناک کلمو ناسمه کاروونه ده. په ډېرو ځايونو کې اغېزمن د اغېزناک په ځای کارول شوی دی. د اغېزمن معنی دا ده چې يو څوک يا يو شی به بل نه اغېز منلی وی او اغېزناک بیا پر بل د اغېز ښندلو په مفهوم کارول کېږي.

دغه اثر ۱۶ څپرکي لري، په لومړي څپرکي کې اقتصاد راپېژني او د هغه ځانګړنې او هدفونه بیانوي. لیکوال په دې بحث کې د اقتصاد د علم بنسټيزه موضوع اقتصادي ستونزه په ګوته کوي او د منابعو منظمه اداره او کارول د اقتصادي پرمختګ ضامن ګڼي.

د لیکوال په وينا که چېرته وروسته پاتې او پرمختيايي هېوادونه خپلې منابع پر اصولو برابر وکاروي، د زده کړې، غربت، استخدام او نورې ستونزې له منځه یوسي د دې امکان شته چې په راتلونکي کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودرېږي.

ليکوال اقتصاد ټولنيزه پوهه بولي او وايي چې د نورو ټولنيزو علومو له څانګو لکه تاریخ، سیاسي علومو او ټولنپېژندنې سره نږدې اړيکې لري. لیکوال وړاندې د اقتصاد په اصطلاحي تعریف کې راوړي چې منځلاريتوب دی او د هغې له لارې خرڅ او دخل ترمنځ انډول ساتل کېږي.

تر دې وروسته لیکوال د اقتصاد او د هغه د علم د پېژندلو او د خپل وړاندې کړي تعریف د تصدیقولو لپاره د ګڼو اقتصاد پوهانو نظرونه اخستي او په درې کټګوریو کې يې مطالعه کړي دي. لومړۍ ډلې ته يې چې ادم سمیت، مالتوس، ریکارډو او جي ایس میل په کې راځي او اقتصاد د شتمنۍ علم بولي، د اقتصاد د کلاسیک مکتب مشران بولي.

بله کټګوري کې هغه پوهان راخستي چې اقتصاد د مادیاتو د ترلاسه کولو علم بولي او الفرډ مارشل، پيګو او کينن په کې شامل دي.

درېيمه ډله هغه بولي چې اقتصاد له کمو سرچينو څخه د زیاتو غوښتنو د پوره کولو علم ګڼي، دی دا ډله داسې راپېژني: پروفیسور رابنز، جي ام کيننز او سیمول سن.

لیکوال وايي چې ادم سميت د اقتصاد پلار ګڼل کېږي او د اقتصاد په برخه کې يې د ملت شتمني په نامه کتاب لیکلی او اقتصاد يې د داسې علم په توګه په کې راپېژندلی چې د شتمنۍ د پیدا کولو، مصرفولو، بدلون او وېش باندې بحث کوي.

د سميت تعریف پخپل وخت کې له يو لړ نيوکو سره مخ شو، خو د اقتصاد پوهانو د دويمې ډلې يو پوه مارشل د سميت د تعریف په رڼا کې د اقتصاد يو داسې جامع تعریف وړاندې کړ چې هم يې د سميت د نظر د منتقدینو نظریه رده کړه او هم يې په دې برخه کې د پلټنو نوی باب پرانست. ده وويل، اقتصاد هغه علم دی چې د انسان ورځنی ژوند تر مطالعه کوي او دا چې انسان څه ډول شتمني ترلاسه کوي او څه ډول يې لګوي، څېړي. د مارشل په نظر اقتصاد له يوې خوا د شتمنۍ علم او له بل لوري د انسان د ژوند يو اړخ دی. د مارشل تعریف د سميت مفهومي غلطي سمه کړه او دا يې زباده کړه چې د اقتصاد اصلي موضوع يوازې شتمني نه بلکې انسان او د انسان خوښي ده.

لیکوال په دې بحث کې قدم په قدم او د وخت په اوږدو کې د بېلابېلو پوهانو نظرونه راخستي چې هر يو پخپل وخت کې د اقتصاد او د هغه د علم ښې پېژندنې لپاره هڅې کړې او د اقتصاد لپاره جامع تعریفونه وړاندې کړي دي. لیکوال لیکي چې د اقتصاد پوهانو په راوروسته یا درېيمه ډله کې رابنز د مارشل تعریف د ځينو خامیو له کبله ناسم وباله او ويې ويل، اقتصاد هغه علم دی چې د انسان هغه طرزالعمل مطالعه کوي چې بې شمېره غوښتنې د محدودو سرچينو پر بنسټ خپلوي، هغه هم په داسې حال کې چې دا سرچينې په بېلابېلو ډولونو استعمالېږي. د دې تعریف له مخې لیکوال وايي چې د ډېرو پوهانو له نظره د رابنز تعریف پرځای او د منلو وړ دی. خو لیکي چې دغه تعریف هم یو وخت له نیوکو سره مخ شو. پرفیسور بکس او فریزر يې هغه دوه اقتصاد پوهان راپېژندلي چې د رابنز په تعریف کې يې خامۍ راپه ګوته کړې.

د دې بحث په پای برخو کې لیکوال د اقتصاد د جامع تعریف تر سرلیک لاندې لیکي، په حقیقت کې له رابنز څخه وروسته چې کوم تعریفونه شوي د هغه د تعریف پر بنسټ شوي دي. د لیکوال په اند کېدای شي په ټولو شوو تعریفونو کې د اقتصاد لپاره دا تعریف ډېر جامع وي: (( اقتصاد هغه علم دی چې د انسان ټولنيز کوښښونه مطالعه کوي او د خپلو مادي سرچينو په مرسته يو خوښ او پرمختګ منونکی ژوند تېرولو لپاره په عمل کې راولي.))

تر دې بحث وروسته لیکوال د بېلابېلو څپرکو په لړ کې د يو منظم وېش له مخې، د اقتصاد بنسټېزې اصطلاحګانې توضیح کوي، پر عرضه او تقاضا غږېږي، د تولید عوامل بیانوي، د کاروباري تنظیم په اړه رڼا اچوي او کاروباري اهمیت څرګندوي، د تولید پر اندازه خبرې کوي چې د کاروبار کچه راښيي، بیا اقتصادي سیستم راپېژني، همدارنګه د زر، بانک او چک په اړه معلومات راسره شریکوي او ارزښت يې بیانوي، د مالي ادارې ایجاد او کار تشریح کوي، د مزدورانو او سوداګرو ټولنه راپېژني، پر نړيوالې سوداګرۍ بحث کوي، اداره راپېژني او په پای کې د تشهير تر سرلیک لاندې په اقتصادي او سوداګریزو چارو کې د اعلان پر اهميت غږېږي، لارې چارې، ګټې او زيانونه يې په ګوته کوي.

لازمه ده چې د دې کتاب پر هر څپرکي مفصل بحث وشي، خو دا د هغه چا کار دی چې په دې برخه کې حد اقل بلد وي او د اقتصاد د علم په اړه يو څه ډېر وپوهېږي، ما يوازې دومره غوښتل چې دغه کتاب دروپېژنم او دا ووايم چې موږ په مسلکي او علمي برخو کې د داسې اثارو لیکلو او ژباړلو ته زیاته اړتیا لرو او که چېرته دې هدف ته ورسېدو نو بویه چې هم مو خپله ژبه غني کړه او هم مو د پرمختګ په لور لومړی ګام واخست.

د دې کتاب وروستی بحث چې د تشهير زیانونو تر سر لیک لاندې دی او په اقتصادی لحاظ د غور وړ دی زما توجه ډېره جلب کړه. په دې بحث کې د لوړې بيې، انحصار، غلط بیان، ضایع، اخلاق، مصنوعي تقاضا، غلط استعمال او اندېښنې تر وړو عنوانونو لاندې د تشهير پر زیانونو خبرې شوې دي.

دلته ویل شوي چې د تشهیر لګښت د تولید په ارزښت زیاتيږي چې ورسره د توليد بیه لوړېږي.

انحصار د خلکو په تاوان بلل شوی او هغه ځکه چې د تشهیر له کبله يو ځانګړی کالی د يوې کمپنۍ له خوا انحصارېږي، چې په پایله کې یې سترپانګوال واړه له پښو غورځوي، د دې زیان اخستونکي ته اوړي او انحصار کوونکی د کالي بیه په خپله خوښه ټاکي چې د اعلان درانده لګښتونه هم په کې حسابېږي، ګټه شتمن کوي او غریب پایمالېږي.

د غلط بیان په تشریح کې لیکوال لیکي چې کاروباري خلک په اعلان کې د کالیو کیفیت لوړ ښيي په داسې حال کې چې تر استعمال وروسته پېرېدونکی ته دا ثابتيږي چې کیفیت يې ډېر ټيټ دی.

د ضایع په بحث کې لیکوال لیکي چې د نویو کالیو په تشهیر سره پخواني اجناس ضایع کېږي او مصرفوونکي دې ته زړه نه ښه کوي چې زاړه یا پخواني کالي وپېري او دا زیان اړوونکی دی.

په دې لړ کې د اخلاقو مسئلې ته هم نغوته شوې او ويل شوي چې ډېر ځله په اعلانونو کې د ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې داسې اعلانونه راځي چې حتی سړی جرم او ګناه ته هڅوي او په دې ډول تشهير کوونکی يوازې د خپلې ګټې په سر فکر کوي او بس.

مصنوعي تقاضا هغه بلل شوې او ویل شوي چې بیا بیا اعلان د خلکو ذهن اغېزمنوي او اړباسي يې چې  کالي وپېري.

د تشهیر د زیانونو وروستی بحث اندېښنه رامنځته کول دي، لیکوال لیکي، د تشهير په وسیله خلک اندېښمن کېږي چې د ژوند د ارام لپاره ډېر څه وپېري، د خپل عزت او موقف لپاره هر څه واخلي خو ټول خلک يو شان نه وي، د غریب د اخستلو توان د شتمن د اخستلو د توان په پرتله ډېر کم دی او دا د اندېښنې وړ دی، خو له بل پلوه دا هم باید وویل شي چې له دې کبله د شتمن له خوا د کالیو په اخستلو کې اصراف هم رامنځته کېږي او د ډېر پېر له کبله د کالیو قیمت پورته ځي او د ټولنې ټيټ قشر يې د اخستلو توان نه شي پیدا کولای.

موږ په داسې حال کې چې د دې کتاب د چاپ له کبله ژباړن ته يې مبارکي ورکوو، هيله لرو چې په خپله رشته کې خپلو هڅو ته لا نور زور ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA