د پاكستان لوړ پوړي چارواكي وايي، كه امريكايي ځواكونه ډېورنډ پوله ونه تړي، په وزيرستان كې به د حقاني شبكې پرضد عمليات بې ګټې وي. يوه لوړ لوړي پاكستاني چارواكي له نومښودنې پرته ويلي، چې له امريكا سره يې هم دا اندېښنه شريكه كړې ده.
د پاكستان لوړ پوړي چارواكي وايي، كه امريكايي ځواكونه ډېورنډ پوله ونه تړي، په وزيرستان كې به د حقاني شبكې پرضد عمليات بې ګټې وي.
يوه لوړ لوړي پاكستاني چارواكي له نومښودنې پرته ويلي، چې له امريكا سره يې هم دا اندېښنه شريكه كړې ده.
د هغه په اند، كه په پاكستان كې عمليات كيږي، له ډيورنډ غرنۍ سيمې به وسله وال افغان خاورې ته اوړي او ځان به خوندي كړي.
خو كارپوهان باوري دي، چې كه پاكستان په وزيرستان او نورو سيمو كې د وسله والو پټنځي په رښتيا له منځه يوسي او د هغوى پناه ځايونه وتړي، په افغانستان كې امنيت ور سره راځي، ځكه د دوى په وينا، وسله وال له ډيورنډ پورې غاړه مركزونه لري او هلته عمليات پلانوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

