په سعودي عربستان كې د افغانستان سفير او په اسلامي كنفرانس كې استازى عبدالرحيم سيدجان وايي، چې په مكه كې د اسلامي يووالي غونډې څخه ډېرې هيلې لري.
په سعودي عربستان كې د افغانستان سفير او په اسلامي كنفرانس كې استازى عبدالرحيم سيدجان وايي، چې په مكه كې د اسلامي يووالي غونډې څخه ډېرې هيلې لري.
د عرب نيوز د رپوټ له مخې، د مكې يووالي غونډه د روانې اګست مياشتې په څوارلسمه او پنځلسمه ترسره كيږي.
دې غونډې ته به د جمهوررئيس حامد كرزي په مشرۍ د بهرنيو چارو وزير او ملي امنيت سلاكار په ګډون افغان پلاوى ورشي.
افغان پلاوى به د اسلامي هېوادونو له سرمشريزې وغواړي، چې په ۲۰۱۴ كال كې د نړيوالو ځواكونو له وتلو وروسته د افغانستان امنيت، ثبات او بيارغونه كې خپلې هڅې ډېرې كړي.
په سعودي عربستان كې د افغانستان سفير عبدالرحيم سيدجان وايي، دا د اسلامي هېوادونو اخلاقي او ديني مسووليت دى، چې اوس او له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغان حكومت ملاتړ وكړي او د پايښت لپاره يې يو موټى شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


