د ايران د سيستان بلوچستان والي وايي، چې له وچكالۍ سره د مقابلې لپاره به له افغان چارواكو سره له هلمند سينده د اوبو پر خپل حق خبرې وكړي. حاتم نارويي له ايراني رسنيو سره پرون په خبرو كې ويلي، چې له وچكالۍ سره د مقابلې لپاره د هامون ډنډ جوړول هم ضروري دي، چې د هلمند سيند
د ايران د سيستان بلوچستان والي وايي، چې له وچكالۍ سره د مقابلې لپاره به له افغان چارواكو سره له هلمند سينده د اوبو پر خپل حق خبرې وكړي.
حاتم نارويي له ايراني رسنيو سره پرون په خبرو كې ويلي، چې له وچكالۍ سره د مقابلې لپاره د هامون ډنډ جوړول هم ضروري دي، چې د هلمند سيند اوبه به په كې جمع كيږي.
د هغه په خبره، دا اوبه به د ټول سيستان بلوچستان په تېره بيا د دغه ولايت د سيستان لپاره ډېرې مهمې وي.
د نوموړي په اند، له سختې وچكالۍ سره د مقابلې لپاره د اوبو سپمول هم ډېر ضروري دي او همدارنګه يې بايد د زېرمه كولو لپاره بندونه هم ډېر شي.
كه څه هم نوموړي نه دي ويلي، چې له افغان چارواكو سره به پر هلمند سيند څنګه خبرې وكړي، خو دغه هېواد په دې تورنيږي، چې د كجكي برېښنا بند مخالف دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


