له هند څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په دې هېواد کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ٤٠ تنه ووژل شول. د ځايي رسنيو د راپور له مخې دغه پېښه د هندوستان په هماچل پرديش ايالت کې هغه مهال رامنځته شوه، چې له سپرليو ډک يو بس ډوله موټر يوې
له هند څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په دې هېواد کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله ٤٠ تنه ووژل شول.
د ځايي رسنيو د راپور له مخې دغه پېښه د هندوستان په هماچل پرديش ايالت کې هغه مهال رامنځته شوه، چې له سپرليو ډک يو بس ډوله موټر يوې ژورې کندې ته ور وغورځېد.
ويل كېږي په دې پښه كې ٤٠ تنه وژل شوي او يو شمېر نور بيا ټپيان دي.
په راپور کې ويل شوي، چې په دغه بس کې ٥٠ کسان سپاره وو.
تراوسه پورې د دې پېښې د رامنځته کېدو لامل نه دى په ډاګه شوى، خو پوليس وايي چې په اړه يې څېړنې پيل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


