پاکستان هغه اوازې رد کړې، چې ګوندې افغانستان ته د ملابرادر د نه سپارلو او پر کونړ د توغنديزو بريدونو له كبله د سولې د عالي شورا د مشر سفر دغه هېواد ته ځنډېدلى دى.
پاکستان هغه اوازې رد کړې، چې ګوندې افغانستان ته د ملابرادر د نه سپارلو او پر کونړ د توغنديزو بريدونو له كبله د سولې د عالي شورا د مشر سفر دغه هېواد ته ځنډېدلى دى.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني په يوه رسمي سفر اسلام اباد ته ولاړ شي، خو دغه سفر د نامعلومو علتونو له كبله تر اختر وروسته پورې وځنډېد.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند معظم خان پرون په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې دغه سفر ځنډول شوى، خو لغوه شوى نه دى.
هغه زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو چارواکي د دغه سفر لپاره د يوې مناسبې نېټې د ټاکلو په هدف په مشورو بوخت دي.
نوموړي په پاکستان کې د لوړ پوړي بندي طالب ملا عبدالغني برادر د خوشې کولو او افغانستان ته د هغه د سپارلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د بنديانو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


