ads

پاكستاني چارواكو په قبايلو كې خطرناك پوليو تاييد كړ

پاكستاني چارواكو په قبايلي سيمه خيبر كې د پوليو يا ګوزڼ د ترټولو خطرناك ډول پي درې وايرس خورېدل ومنل چې په نوره نړۍ كې كابو شوى او نښې يې  نشته. د روغتيا نړيوالې ټولنې پخوا ويلي وو چې په قبايلو كې د پوليو تر ټولو خطرناك يا پي درې پوليو شته، خو دا لومړۍ […]

نویسنده: TKG
19 زمری 1391
پاكستاني چارواكو په قبايلو كې خطرناك پوليو تاييد كړ

پاكستاني چارواكو په قبايلي سيمه خيبر كې د پوليو يا ګوزڼ د ترټولو خطرناك ډول پي درې وايرس خورېدل ومنل چې په نوره نړۍ كې كابو شوى او نښې يې  نشته.
د روغتيا نړيوالې ټولنې پخوا ويلي وو چې په قبايلو كې د پوليو تر ټولو خطرناك يا پي درې پوليو شته، خو دا لومړۍ ځل دى چې پاكستاني چارواكي هم دا پېښه مني.

په پښتونخوا كې د پوليو ضد كمپاين مشر ډاكټر جانباز اپريدى وايي چې په نړۍ كې پوليو درې ډولونه لري، خو خطرناك هغه يې په ټوله جنوبي اسيا كې يوازې په خيبر كې پيدا كيږي.

د هغه په خبره، كه دا وايرس يو ماشوم كې وي ان نږدې زرو ماشومانو ته ترې ځي.

په ورته وخت كې پاكستاني چارواكي وايي چې په تېرو څو ورځو كې په قبايلي سيمه او پښتونخوا كې څلور نور ماشومان په پوليو اخته شوي دي.

په دې ماشومانو كې دوه د لكي مروت او مردان دي او دوه نور د قبايلي سيمې خيبر او باجوړ دي.

په قبايلي سيمه كې وسله والو طالبانو د پوليو ضد او نورو واكسينونو بنديز لګولى دى او په پښتونخوا كې هم ځينې خلك د وسله والو له تبليغ اغېزمن شوي دي او خپلو ماشومانو ته يې د پوليو له واكسين وركولو ډډه كړې ده

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA