هغه وسله وال، چې د امريکا په ويسکنسن ايالت کې د سکانو په يوه درمسال کې يې په ډزو شپږ تنه ووژل او په خپله هم د پوليسو لخوا ووژل شو، د امريکا يو پخوانى پوځي پېژندل شوى، چې ګومان کيږي له نژاد پالونکو ډلو سره يې اړيکه لرله.

پنټاګون تاييد کړه، چې څلوېښت کلن واد مايکل پيج د امريکا د پوځ د رواني چارو د برخې يومتخصص و، چې له ۱۹۹۲ نه تر۱۹۸۹ کلونو يې په پوځ کې خدمت کاوه.
پيج په دغه درمسال کې پر عبادت کوونکود ديني مراسمود تياريو پر مهال ډزې وکړې. په دې پېښه کې درې تنه نور ټپيان شوي، چې يو يې د پوليسو افسر دى.
د هند د بهرنيو چارو وزير اېس ايم کرېشنا په نوي ډيلي ياده پېښه په كلكه وغندله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ