ads

په ډېر احتياط مې په درست عمر كې يو شى ساتلى

((په ډير احتياط مې په درست عمر كې يو شى ساتلى — د هيلو ډك زړه مې صفا لكه غمى ساتلى)) دا د يو داسې كليوالي او محلي سندرغاړي، منګل افغان په غږ زمزمه كړې سندره ده، چې رښتيا يې هم موسيقۍ ته له ډېرو هيلو سره مخه كړه، خو په كليوالي ماحول كې له […]

نویسنده: The Killid Group
16 زمری 1391
په ډېر احتياط مې په درست عمر كې يو شى ساتلى

((په ډير احتياط مې په درست عمر كې يو شى ساتلى — د هيلو ډك زړه مې صفا لكه غمى ساتلى)) دا د يو داسې كليوالي او محلي سندرغاړي، منګل افغان په غږ زمزمه كړې سندره ده، چې رښتيا يې هم موسيقۍ ته له ډېرو هيلو سره مخه كړه، خو په كليوالي ماحول كې له موسيقۍ سره اړيكه ساتل د كورنۍ او خپلوانو له خوا ښه نه بدرګه كېږي.

((په ډير احتياط مې په درست عمر كې يو شى ساتلى

د هيلو ډك زړه مې صفا لكه غمى ساتلى))

دا د يو داسې كليوالي او محلي سندرغاړي، منګل افغان په غږ زمزمه كړې سندره ده، چې رښتيا يې هم موسيقۍ ته له ډېرو هيلو سره مخه كړه، خو په كليوالي ماحول كې له موسيقۍ سره اړيكه ساتل د كورنۍ او خپلوانو له خوا ښه نه بدرګه كېږي.

منګل افغان هم د پښتو ژبې هغه سندرغاړى دې چې دې هنر ته په راتلو سره يې اول ځل خورا تكليفونه وګالل.

ياد هنرمند په ۱۳۶۲ كال د كندهار په شپږمه ناحيه كې زېږېدلى دى خو په اصل كې د زابل ولايت اوسېدونكى او په خټه سليمانخېل دى چې د دولسم ټولګي سند يې هم په ۱۳۸۲ كال د زابل له شيخ متي ليسې تر ګوتو كړى دي.

منګل له ډېره وړكتوبه د موسيقۍ مينه په زړه كې پاللـه او همدې مينې له نن څخه اته كاله وړاندې د موسيقۍ د هنر په دروازه ورسم كړ: (( پلار مې نه راسره منله، خپلوانو هم پوزې ته راوستى وم، زموږ په خاندان كې چا سندرې نه وې ويلې او همدې خبرې خلكو ته زور وركاوه، رقم رقم نومونه به يې راته اخستل.))

منګل افغان د كورنۍ له سختو غبرګونونو سره سره  په ۱۳۸۳ كال د استاد رحيم بخش له زوى سليم بخش سره د موسيقۍ رسمي زده كړو ته كېناست، بيا يې له استاد ګل زمان څخه هم د موسيقۍ خواږه واخستل او تر څنګه يې د شعر په انتخاب كې داسې دقيقه لاره ونيوه چې اوس منګل افغان د كندهار په محلي سندرغاړو كې ډېر د قدر وړ ګڼل كېږي.

منګل په تېرو اتو كلونو كې په هېواد دننه بې شمېره كنسرتونه وركړي او د خپل هنر مينه وال يې په خپل خوږ غږ تر نيمو شپو بيداره ساتلي دي، خو نوموړى خپله يوه ځانګړنه داسې راته وايي: (( محلي موسيقي ډېره غږوم او چې شعر ښه نه وي نه يې وايم، د ودونو مجلسونو ته هم نه ځم، ځكه زه سندرې د خپل شوق له مخې وايم نه د شهرت لپاره.))

تر اوسه د منګل افغان څلور د سندرو غږيز البومونه او درې ويډيوي سندرې بازار ته راوتلي، همدارنګه يې د هېواد په بېلا بېلو ټلوېزيونونو كې هم تر ۴۰ زياتې سندرې ارشيف او بيا نشر ته سپارل شوې دي.

نوموړى وايي چې اوس ورباندې كورني ځينې بنديزونه لږ شوي دي.

منګل په خپل شخصي ژوند كې په خپله مينه واده كړى، تر دې دمه د پنځو لوڼو پلار او څلور وروڼه لري، زياتره وخت يوازې ناست وي، يا د پښتو شعر د كتابونو له ګلبڼه رنګونه راټولوي او يا هم خپلو نويو سندرو ته كمپوز جوړوي.

منګل افغان په دې اړه زياتوي: (( تنهايي، او زما يوه هارمونيه مې داسې ملګري دي چې زه ترې بېلېداى نشم، نوي كمپوزونه خو له استاد سراهنګ وروسته هيچا نه دي جوړ كړي مګر زه له پخوانيو فولكلوري سندرونه طرزونه راباسم، نو ځكه مې له چا سره ډېرې خبرې نه خوښېږي.))

منګل افغان وايي، د هر چا شعر يې چې د زړه تارونه وتخنوي نو سمدستي كمپوز ورته جوړوي، خو تر اوسه يې د جاويد پېښوري، خواخوږي، حكيمي او سعيد زابلي شعرونه ډېر زمزمه كړي.

په خپلو سندرو كې يې د ومان نيازي هغه غزل (د هيلو ډك زړه مې غمى ساتلى) ډېر خوښ دى، نوموړى له اوسنۍ موسيقۍ يو څه خوشاله دى خو له هغو سندر غاړو سر ټكوي چې كټ مټ په غربي موسيقۍ كې د پښتو يو ضعيفه سندره ورځايوي او د ده په وينا هم ژبه وژني او هم هنر سپكوي.

د افغان په خبره، هيڅكله به اصلي هنر تر خپل شهرت او دوه ورځني بازاره ځار نه كړي او نورو سندر غاړو ته هم توصيه كوي چې له خپل فولكلور نه دې د خپلو سندرو لپاره ځولۍ ځولۍ رنګونه واخلي نه له غربي ساز او بې سره موسيقۍ څخه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA