په پاکستان کې پوځي محکمې پنځه افسران له يوې ناقانونه اعلان شوې ډلې سره د تړاو په تور په بند محکوم کړي دي. تر ټولو لوړ پوړى افسر ډګرمن علي خان دى، چې په پنځه کاله بند محکوم شوى، خو نورو ته هم له اتلسو مياشتو څخه تر ۳ کلونو پورې د بند سزا اورول شوې
په پاکستان کې پوځي محکمې پنځه افسران له يوې ناقانونه اعلان شوې ډلې سره د تړاو په تور په بند محکوم کړي دي.
تر ټولو لوړ پوړى افسر ډګرمن علي خان دى، چې په پنځه کاله بند محکوم شوى، خو نورو ته هم له اتلسو مياشتو څخه تر ۳ کلونو پورې د بند سزا اورول شوې ده.
محکمې هغې ناقانونه ډلې ته څرګنده اشاره نه ده کړې، چې ياد شوي کسان ورسره په تړاو کې وو، خو داسې برېښي، چې هدف به يې د حزب التحرير اسلامپاله ډله وي، چې مرکز يې په بريتانيا کې دى .
پر حزب التحرير تور دى، چې غواړي په پاکستان کې اسلامي خلافت رامنځ ته کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


