تېره شپه د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوــټې ښار جنوب لور ته شاخوا څلوېښت کيلومتره لرې د مستونګ نومې سيمه کې نامعلومو کسانو د ناټو د اکمالاتو ۳ ټانکرونو ته اور اچولى.
تېره شپه د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوــټې ښار جنوب لور ته شاخوا څلوېښت کيلومتره لرې د مستونګ نومې سيمه کې نامعلومو کسانو د ناټو د اکمالاتو ۳ ټانکرونو ته اور اچولى.
د مستونګ سيمې يو امنيتي چارواکى شاه عرفان وايي، د ناټو درې كانټينرونه، چې خوراکي توکي په کې بار او کراچۍ نه چمن ته پر لاره وو، په مستونګ سيمه کې نامعلومو وسله والو موټر سايکل سپرو درولي، پټرول يې پرې شيندلي او اور يې ور اچولى دى .
هغه زياته کړه، چې په پېښه کې ځاني زيان نه دى رامنځ ته شوى .
تر اوه مياشتنې ځنډ وروسته د ناټو د اکمالاتو د لارې تر خلاصېدو وروسته دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، خو د تېرې جولاى مياشتې پر ۲۴ مه نېټه په خيبراېجنسۍ کې وسلوالو کسانو ناټو ته پر اکمالات وړونکي کانټينر بريد کړى وو، چې يو تن يې وژلى او يو بل يې ټپي کړى وو.
د هغه بريد مسووليت د پاکستان وسلوالو طالبانو غورځنګ پر غاړه اخيستى و، خو د دې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

