كابل كې د افغانستان د موسیقۍ د ملی انسټیټیوټ د نویو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې. نوموړى انسټیټیوټ د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو یوه برخه ده، په معیاري توګه زده کوونکو ته پكې د موسیقۍ په مختلفو څانګو کې زده کړه
كابل كې د افغانستان د موسیقۍ د ملی انسټیټیوټ د نویو ودانیو د جوړولو چارې پیل شوې.
نوموړى انسټیټیوټ د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو یوه برخه ده، په معیاري توګه زده کوونکو ته پكې د موسیقۍ په مختلفو څانګو کې زده کړه ورکول كېږي.
د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردګ نن د نوموړي انسټیټیوټ د ډبرې د اېښودو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې دا ودانۍ د دې وزارت د پراختیایی بودېجی لخوا، د ډنمارک، بریټانیا هېوادونو او نړیوال بانک په مالی مرسته د ۷۷ مليونه افغانيو په لګښت جوړېږی.
د افغانستان د موسیقۍ ملی انسټیټیوټ له څلورم ټولګي څخه زده کوونکو نیسي اود یوولسو کلونو لپاره زده کوونکو ته د موسیقۍ او د آلاتود زده کړې ترڅنګ د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب سره سم د نورو انسټیټیوټونو په څېر ديني، ټولنیز او د ساینسي مضامینو زده کړې ورکوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

