ads

د برما مسلمانان له ښوونيزو اسانتياوو بې برخې ساتل شوي

د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا په کلني راپور کې راغلي، چې په برما کې له مسلمان لږکيو سره ناوړه چلند کېږي او هغوى له ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو بې برخمې ساتل شوي دي. د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا په کلني راپور کې راغلي، چې په برما کې له مسلمان لږکيو سره […]

نویسنده: TKG
14 زمری 1391
د برما مسلمانان له ښوونيزو اسانتياوو بې برخې ساتل شوي

د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا په کلني راپور کې راغلي، چې په برما کې له مسلمان لږکيو سره ناوړه چلند کېږي او هغوى له ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو بې برخمې ساتل شوي دي.

د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا په کلني راپور کې راغلي، چې په برما کې له مسلمان لږکيو سره ناوړه چلند کېږي او هغوى له ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو بې برخمې ساتل شوي دي.

په برما کې د اکثريت بودايانو او لږکي مسلمانانو ترمنځ تاوتريخوالى له اوږدې مودې راهيسې شتون لري، خو له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې يې نور هم زور اخيستى دى.

د راپورونو له مخې، په دغو تاوتريخوالو کې زرګونه مسلمانان وژل شوي او د ډېرو کورونو سوځول شوي او مالونه يې لوټ شوي دي.

د امريكا په تازه خپور شوي راپور کې، چې څو ورځې مخکې په واشنګټن کې خپور شوى راغلي، چې د برما حکومت په روهنګيا سيمې کې له مسلمان لږکيو سره ناوړه او د مور او ميرې چلند کوي.

سرچينې زياته کړې، چې د روهنګيا مسلمانانو ته د لومړنيو زده کړو اجازه ورکړل شوې، خو هغوى ته د لوړو زده کړو، ډيپلومې، ماسټرۍ او نورو لوړو زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

په راپور کې راغلي، چې د روهنګيا مسلمانان د دې اجازه هم نه لري، چې په دولتي ادارو کې دندې ترلاسه او يا ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA