ads

دوه پاكستانى الاصله برتانويان په عمري بند محكوم شول

په بريتانيا کې د هغې پاكستاني الاصله ۱۷ کلنې نجلۍ مور او پلار په عمري بند محکوم شول، چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې له ورکېدو شپږ مياشتې وروسته يې مړى په يوه سيند کې وموندل شو. په بريتانيا کې د هغې پاكستاني الاصله ۱۷ کلنې نجلۍ مور او پلار په عمري بند محکوم شول، […]

نویسنده: TKG
14 زمری 1391
دوه پاكستانى الاصله برتانويان په عمري بند محكوم شول

په بريتانيا کې د هغې پاكستاني الاصله ۱۷ کلنې نجلۍ مور او پلار په عمري بند محکوم شول، چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې له ورکېدو شپږ مياشتې وروسته يې مړى په يوه سيند کې وموندل شو.

په بريتانيا کې د هغې پاكستاني الاصله ۱۷ کلنې نجلۍ مور او پلار په عمري بند محکوم شول، چې په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې له ورکېدو شپږ مياشتې وروسته يې مړى په يوه سيند کې وموندل شو.

دا نجلۍ شفيلا احمد نومېده.

د هغې پلار افتخار احمد او مور يې فرزانه د هغې په وژلو کې لاس لرل رد کړي وو، خو اوس له اوږدو څېړنو وروسته دواړه د خپلې لور په وژلو کې په لاس لرلو محکوم شوي او چارواکي وايي، چې لږ ترلږه ۲۵ کاله به په بند کې تېروي.

ويل شوي، چې دوى خپله لور شفيلا احمد له څو کلنې شکنجې وروسته د يوې پلاستکي خلتې په وسيله زندۍ کړې وه.

څارنوالان وايي، شفيلا احمد ځکه وژل شوې، چې مور او پلار يې ګومان کاوه، چې هغې د لويديځ ډېر کړه وړه خپل کړي وو او په خپله ټولنه کې يې دوى شرمول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA