د سوريې حکومتي ځواکونو تېره ورځ هم په حلب ښار كې د حكومت پر مخالفينو د الوتكو او نورو بېلابېلو په واسطه بريدونه كړي دي. په حلب ښار كې د حکومت مخالفين وايي، چې د بشارالاسد د رژيم وفادار ځواکونه يې د ښار په عمده برخو کې پر شاه تمبولي دي، خو د سوريې دولتي
د سوريې حکومتي ځواکونو تېره ورځ هم په حلب ښار كې د حكومت پر مخالفينو د الوتكو او نورو بېلابېلو په واسطه بريدونه كړي دي.
په حلب ښار كې د حکومت مخالفين وايي، چې د بشارالاسد د رژيم وفادار ځواکونه يې د ښار په عمده برخو کې پر شاه تمبولي دي، خو د سوريې دولتي تلويزيون تېره ورځ وويل، لا يې هم سرتېري په دې سيمه كې پاتې دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونوعالي کمېشنري يا يو اېن اېچ سي ار ويلي، چې تر اوسه شاوخوا اتلس زره کسان د ناراميو له كبله په حلب ښار کې بې ځايه شوي دي.
د يادې ادارې وياندې ميليسا فليمينګ د مهاجرو د ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې په حلب کې زرګونه وېرېدلي اوسېدونکي په ښوونځيو، جوماتونو او عامو ودانيو کې د سرپناه په لټه کې دي.
نوموړې د سوريې د مهاجرو د منلو لپاره د عراق هرکلى کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


