د منتقدینو په خبره كه څه هم په لغمان، نورستان، پكتيا، فارياب او غزني ولايتونو كې ولسي پاڅونونه، د ټيكاو د راتلو او د ټولګټو پروژو د پرانستو په برخه كې ګټور ثابت شوي، خو د دوى په عقيده، يو شمېر تاوانونه هم له ځان سره لرلى شي.
د منتقدینو په خبره كه څه هم په لغمان، نورستان، پكتيا، فارياب او غزني ولايتونو كې ولسي پاڅونونه، د ټيكاو د راتلو او د ټولګټو پروژو د پرانستو په برخه كې ګټور ثابت شوي، خو د دوى په عقيده، يو شمېر تاوانونه هم له ځان سره لرلى شي.
دغو اندېښنو د افغانستان ملي شورا ته هم لارې کړې ده. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي هم مني چې د طالبانو په ځپلو کې به دا پاڅونونه اغېزه ولري، خو له دې وېرېږي كه پاڅون كوونكي د افغان حكومت او يا نورو اړخونو له لوري تحريك شوي وي، نو پراخې ناوړه اغېزې به له ځان سره ولري.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د لومړي ځل لپاره ولس پاڅېد او په خپله سيمه كې يې د ښوونځيو، كلينيكونو او بازارونو د پرانستو لپاره د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه پيل كړه.
ورپسې دغه پاڅونونه، فارياب، نورستان، پكتيا، غور او لغمان ولايتونو ته هم وغځېدل.
خو اوس د هېواد سیاسي پوهان، منتقدین او د ولسي جرګې غړي په دې باور دي چې دا خوځښتونه د ګټو ترڅنګ احتمالي زیانونه هم لرلی شي او حکومت باید ورته بیداره وي.
د سياسي چارو شنونكى عبدالرشيد ارين په همدې عقیده دی. نوموړی د دغو پاڅونو پر اهدافو ډېر تمرکز کوي او وايي که دا خوځښتونه د ټولګټو پروژو د پرانستې او امنیت په مقصد وي، نو خورا ګټور دي:(( له دغه ډول حركت څخه چې په سيمه كې د ثبات د راتلو او د ښوونځيو او كلینيكونو د پرانستلو سبب كېږي د ټولو په ګټه دي او دولت يې هم بايد ملاتړ وكړي.))
خو د ارين په خبره كه چېرې خبره د ګروپونو او تنظيمونو تر منځ د ځايي رقابتونو او سياليو له کبله وي او د دوی ترمنځ جګړه د ګټو پر سر وي، نو درانه زيانونه له ځان سره لرلى شي: (( دا تېرې درې لسيزې د دغسې پېښو شاهدې دي.))
ډېری پر دې عقیده هم دي چې د پاڅون کوونکو دا خوځښت عمومي بڼه لري او په سیمه کې نه یوازې طالبان بلکې دولتي کسان هم نه پرېږدي.
دې ټکي اوس دا وېره پیدا کړې چې هسې نه دا خلک په کوم درېیم ځواک بدل نشي.
سیاسي شنونکی اكرم عارفي وايي، كه چېرې پاڅون كوونكي وغواړي چې خپلې سيمې هم له طالبانو او هم له افغان دولت څخه ازادې كړي، نو دا به د حكومت لپاره په دريمې ننګونې واوړي: (( هغه وخت به پر دولت او طالبانو سربېره درېيم قوت هم رامنځ ته شي.))
د پوځ متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت د عارفي د خبرو په تایید وايي چې حکومت او نړیوال ځواکونه هم له پاڅون کوونکو وېرېږي: (( د همدې لپاره یې ملاتړ نه کوي.))
د طاقت استدلال دا دی چې نړیوال او افغان ځواکونه د خلکو په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلي، اوس خلک اړ دي چې د طالبانو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
د مشرانو جرګې غړى نثارحارث بيا باورمن دی چې ولسي پاڅونونه به افغانستان ته سوله راوړي: ((پاڅون كوونكي د درېيم قوت د تشكېلولو توان نه لري او له افغان دولت سره په يوه اړخ كې قرار لري. ))
خو د ولسي جرګې استازي بیا د پاڅون کوونکو له لوري د مشخصې تګلارې نه اعلان اندېښمن کړي دي. دوی وايي پاڅون کوونکو په څرګنده توګه نه دي ویلي چې د څه پرضد پاڅېدلي او څه غواړي؟
د ولسي جرګې غړی محمد محقق په همدې عقیده دی، نوموړی وايي، په داسې حال کې چې پاڅون کوونکي د ښکېلو لوریو له لوري ملاتړ شي، نو د راتلونکو انتخاباتو لپاره به ستونزې وزېږوي.
د دغه ولسي پاڅونونو په تړاو، په ((فېسبوك پاڼې)) هم ګڼو افغانانو خپل نظرونه په ليكه كړې دي، موږ د خلکو د دغو نظرونو غورچان دلته راخستى دى.
عبدالهادي صادق له جلال اباده پر فېسبوك پاڼه کښلي: (( دا پاڅونونه يو ښه اقدام بولم، ځکه ولس د خپلې ابرو، سر او مال د خونديتوب په خاطر دا کار کړی، ولس پوه شو چې له يوې خوا دولت خپل رسالت په سمه توګه په مخ نشي وړلي او د دوی امنيتي ستونزې نشي ورحلولی، له بله پلوه سيمه ييز طالب پلوي هم په افراطي او بې فکره ډول د دوی ښوونځي او روغتيايي مرکزونه ورتړي چې ټول زيان د ځايي هستوګنو په برخه دی.))
خو عبدالهادي صادق اندېښمن دى كه دولت د دغو پاڅونونو ملاتړ ونه كړي كېداى شي ژر چوپ شي: ((كه افغان دولت او نړيوال په ريښتيا غواړي چې د داسې ډلو مخه ونيسي او د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړي، نو دا به اغېزناک تمام شي، که نه ښايي په همدې سيمه کې پاتې او بالاخره خاموشه شي.))
عبد الواجد مسعود بیا په فیسبوک پاڼه ليكلي: ((د پاڅون کوونکو غوښتنه دا ده چي د دوی اولادونه پرېښودل شي، څو ښوونځيو ته لاړ شي، هر څوك چې د دوى د دې غوښتنې په وړاندې درېږي، هغه كه دولت وي او که طالبان، غاښ ماتوونكى ځواب وركوو.))
خو ضيا صاحبزاده بيا بېل نظر لري، هغه په فېس بوك خپل نظر داسې بيانوي: ((زما په اند دا هغه لوبه ده چې امريكا تر دې وړاندې په عراق كې پلې كړه، كله چې په عراق كې امريكايي ځواكونه له ننګونو سره مخ شول، نو د خلكو، قومونو او مذهبونو په منځ كې يې نفاق ته لمن ووهله او د انګرېزانو هغه پخوانۍ فورمول يې پلى كړ چې وايي بېل كړه اېل كړه. افغانان بايد وپوهېږي چې دا ډول حركتونه د دوى پر ضد يوه توطئه ده.))
اسدالله هېواد مل كاږي: (( دا چې ولس پوه شو چې ښوونځي او كلینيكونه د دوى په ګټه دي، دا يو ښه كار دى، که دا احساس پکې څو کاله وړاندې پيدا شوی وی اوس به دا ستونزه نه وه.))
نور احمد پاڅون له خوسته ليكي: (( د طالبانو او يا هم د ملت او دولت ضد کړيو په وړاندې د خلکو ملي پاڅونونه په عام المنفعه کارونو کې ډېر ګټور تماميږى، ځکه په ملي پاڅون يا حرکت کې ټول خلک د يووالى او اتحاد په ډول سره راټوليږى.))
امان شکسته بيا له دې اندېښنه لري چې له دغو پاڅونونو نورې كړۍ ناوړه گټه پورته نه كړي: ((پاڅون به له يوه اړخه افغانانو ته ښه وي، هغه دا چې د کليو او بانډو امنيت سره به مرسته وکړي او که دا پاڅون د چا په تحريک وي، نو خدای مکړه له پاڅونه به بل څوك گټه پورته کړي.))
د راپورونو له مخې د هېواد په يو شمېر سيمو كې خلكو هغه مهال د وسله والو طالبانو پر وړاندې پاڅون وكړ چې په خپلو سيمو كې د دوى له كړنو ستړي شول. په نورستان كې د ښوونځيو زده كوونكي تر هغه وروسته راوپارېدل چې طالبانو په وايګل ولسوالي كې د ښوونځيو دروازې وتړلې، خو د سیمې اوسېدونكي وايي چې اوس په دې سيمه كې ټول تړل شوي ښوونځي دوی پرانستي دي. دوى ویلي چې د ښوونځیو د تړونکو پر وړاندې به وسله پورته وساتي.
د چنګاښ په ۲۷ مه د لغمان ولايت د علي شنګ او دولت شاه ولسواليو اوسېدونكو اعلان وكړ چى د طالبانو پر ضد يې پاڅون پيل او څو كلي یې له وسله والو طالبانو پاك كړي دي. نه طالبانو او نه دولت د دغه پاڅون په اړه کوم عکس العمل ښودلی دی. د چنګاښ ۱۸مه شپه وه چې د پکتيا ولايت د مېرزکې په ولسوالۍ يوه ډله وسله والو بريد وکړ او خلک یې پر وړاندې ودرېدل. د پكتيا مرستيال والي عبدالرحمان كليد ته وويل چې يوازې په ميرزكه نه بلكې د پكتيا په يو شمېر نورو سيمو كې هم تر دې وړاندې پاڅونونه شوي دي.
دوه مياشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكي هغه مهال د وسله والو پر وړاندې راپاڅېدل، چې نور د خپلو ښوونځيو او بازارونو له تړل پاتې كېدو په تنګ شول. د اندړو اوسېدونكو له دغه پاڅونونو وروسته ښوونځي او کلینیکونه پرانستل.
د غزني د پاڅون كوونكو وياند عبيدالله کلید ویلي چې د وسله والو طالبانو پرضد د پاڅون له پيله تر دې دمه د دوى شاوخوا اوه كسه ملګري وژل شوي او د وسله والو مخالفينو تر سلو پورې جنګيالي هم له منځه تللي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي هم د خلکو دا خوځښتونو د امنیت د ټینګښت او د طالبانو په مهارولو کې مهم ګڼي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي: د پاڅونونو په اړوند د خلکو له لوري مطرح شوې اندېښنې بې ځایه دي او افغان حکومت پر وضعیت بشپړ کنټرول لري.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا ډول حرکتونه د خلکو کار نه، بلکې د سيمه ييزو اربکيو حرکتونه بولي چې ګواکې د ولسي پاڅونونو نوم پرې اېښودل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


