ads

د لندن المپيك لوبو كې چين تر ټولو وړاندې دى

د لندن د ۲۰۱۲ ميلادي كال په المپيك لوبو كې د هغو شپږو افغان لوبغاړو له ډلې څخه چې له کابله لندن ته تللي وو،  دوه تنه يې له دې سياليو لرې شوي دي او اوس يوازې د څلورو افغانانو نومونه په جدول کې ليدل کېږي. د لندن د ۲۰۱۲ ميلادي كال په المپيك لوبو […]

نویسنده: TKG
11 زمری 1391
د لندن المپيك لوبو كې چين تر ټولو وړاندې دى

د لندن د ۲۰۱۲ ميلادي كال په المپيك لوبو كې د هغو شپږو افغان لوبغاړو له ډلې څخه چې له کابله لندن ته تللي وو،  دوه تنه يې له دې سياليو لرې شوي دي او اوس يوازې د څلورو افغانانو نومونه په جدول کې ليدل کېږي.

تهمينه کوهستانۍ او مسعود عزيزي په ځغاسته کې او روح الله نېکپا او نثار احمد بهاوي به د تکواندو په سياليو کې ګډون وکړي.

د لندن په المپيك لوبو كې تر اوسه پورې چين تر ټولو ښه ځلېدلى.

دې هېواد د سرو زرو د ۱۳ مډالونو په ګډون ۲۳ مډالونه ګټلي دي.

خو د اګست تر ديارلسمې نېټې پورې نورې ډېرې سيالۍ په مخ کې دي او وبه ليدل شي، چې ډېر مډالونه به کوم هېوادونه ترلاسه کړاى شي.

د امريكا متحده ايالات په دې سيالو كې دوهم مقام لري او د سرو زرو د نهو مډالونو په ګډون يې ۲۳ مډالونه ګټلي دي.

له امريكا وروسته فرانسې دريم، جنوبي كوريا څلورم او شمالي كوريا پنځم مقامونه خپل كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA