د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې «ISI» مشر جنرال ظهيرالاسلام په واشنګټن کې د امريکا د استخباراتي ادارې «CIA» له چارواکو سره د خبرو په هدف امريکا ته روان شوى دى.
د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې «ISI» مشر جنرال ظهيرالاسلام په واشنګټن کې د امريکا د استخباراتي ادارې «CIA» له چارواکو سره د خبرو په هدف امريکا ته روان شوى دى.
نوموړى به د «CIA» له مشر ډېوېډ پيټريوس سره د بې پيلوټه الوتکو پر بريدونو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په همکارۍ او د استخباراتي معلوماتو په شريكولو خبرې اترې وکړي .
د پاکستان د کورنيو چارو وزير د دوشنبې په ورځ وويل، چې د دې هېواد د پوځي استخباراتي ادارې مشر به له امريکايي چارواکو وغواړي، چې پر قبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي او همدارنګه دې له دوى سره په دې اړه استخباراتي معلومات شريک کړي.
پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د خپلې خپلواکۍ پر ضد ګڼي او وايي، چې دغه بريدونه د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د گټې پر ځاى زيان لري، خو امريکايي چارواکي د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې بې پيلوټه بريدونه اړين او اغېزمن ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


