د خيبر پښتونخوا ايالت چارواكي وايي، چې د ناټو پر لاريو افغانستان ته پر تېرېدو لګول شوى بنديز به تر هغې پورې دوام وکړي، چې د دې هېواد حکومت يې د امنيت ساتلو ضمانت نه وي کړى.
د خيبر پښتونخوا ايالت چارواكي وايي، چې د ناټو پر لاريو افغانستان ته پر تېرېدو لګول شوى بنديز به تر هغې پورې دوام وکړي، چې د دې هېواد حکومت يې د امنيت ساتلو ضمانت نه وي کړى.
چارواکو د تورخم پوله د تېرې پنجشنبې په ورځ څو اونۍ وروسته تردې بنده کړه، چې د پاکستان حکومت له ۷ مياشتني بنديز وروسته افغانستان ته د ناټو د اکمالاتي کتارونو د تېرېدو اجازه ورکړې وه.
د خيبر پښتونخوا ايالت يوه سيمه ييز چارواکي فرانسپرېس خبري اژانس ته ويلي، کله چې هغه امنيتي پلان، چې د دې ايالت ملکي چارواکو، پوليسو او سرحدي ملېشو په ګډه جوړکړى، نهايي او تصويب شي، نو د ناټو لاريو ته به اجازه ورکړل شي، چې د تورخم پرپوله افغانستان ته واوړي.
د خيبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزيرميا افتخارحسين وايي، چې تراوسه دوى د مرکزي حکومت ځواب نه دى ترلاسه کړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


