ads

امريکا په تروريستي لېست كې د حقاني شبكې د شاملولو نيت نه لري

يوه لوړ پوړي پاکستاني ډيپلومات ويلي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت به د دې لپاره، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو لار خوندي کړي، د حقاني پر شبکې د تروريستي ډلو ټاپه ونه لګوي. يوه لوړ پوړي پاکستاني ډيپلومات ويلي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت به د دې لپاره، […]

نویسنده: TKG
10 زمری 1391
امريکا په تروريستي لېست كې د حقاني شبكې د شاملولو نيت نه لري

يوه لوړ پوړي پاکستاني ډيپلومات ويلي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت به د دې لپاره، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو لار خوندي کړي، د حقاني پر شبکې د تروريستي ډلو ټاپه ونه لګوي.

يوه لوړ پوړي پاکستاني ډيپلومات ويلي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو حکومت به د دې لپاره، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو لار خوندي کړي، د حقاني پر شبکې د تروريستي ډلو ټاپه ونه لګوي.

د پاکستان انګريزي ژبې ورځپاڼې (دي نېشن) ليكلي، له ډيپلوماتانو او امنيتي شنونكو سره تر پردې شاته خبرې ښيي، چې امريکا حاضردمه له حقاني شبکې سره په اړيكه كې ده، څو له دې ډلې څخه تضمين واخلي، چې په افغانستان کې به پر امريکايي سرتېرو بريدونه نه کوي.

د امريکا د کانګرېس دواړو جرګو په جلا جلا پرېکړه ليکونو کې په تور لېست کې د حقاني شبکې د شاملولو غوښتنه کړې او د دې لپاره چې د هغوى غوښتنه پر قانون بدله شي د جمهوررئيس بارک اوباما لاسليک ته اړتيا ده، خو لوېديځې سرچينې وايي، چې د اوباما حکومت لېواله نه دى، چې د حقاني شبکې په تروريستي لېست کې شامله کړاى، ځكه د دوى په وينا، بيا له طالبانو سره د سولې د پروسې د برياليتوب امکانات له منځه ځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA