د هند په اندرا پرادېش ايالت کې يوه اورګاډي اور اخيستى او لږ تر لږه ۴۷ کسان په کې وژل شوي دي. يوه مسافر ويلي، چې نن سهار له چيناى څخه ډيلي ته روان و، چې اورګاډي اور واخيست.
د هند په اندرا پرادېش ايالت کې يوه اورګاډي اور اخيستى او لږ تر لږه ۴۷ کسان په کې وژل شوي دي.
يوه مسافر ويلي، چې نن سهار له چيناى څخه ډيلي ته روان و، چې اورګاډي اور واخيست.
چارواکو ويلي، ښايي د وژل شوو شمېر ډېر شي؛ ځکه چې په وينا يې، په اورګاډي کې ۷۲ مسافر سپاره وو.
پېښه د نيلور پر اډې د تېرېدا پرمهال رامنځ ته شوې ده.
د نيلور ولسوالۍ يوه چارواکي ويلي، چې په اورګاډي کې ۲۸ سپاره مسافر له سختو ټپي کېدو وروسته روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
په تېره مې مياشت کې هم په اندرا پرادېش ايالت کې هغه مهال ۲۴ کسان ووژل شول، چې يو مساپر وړونکى اورګاډى په توکو له يوه بار اورګاډي سره ټکر شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


