پر شمالي وزيرستان د امريكايي بې پيلوټه الوتکې په تازه بريد كې ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي. امنيتي چارواكي وايي، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان په توري خېلو سيمه کې تېر مازديګر پر يوه کور ٦ توغندي توغولي دي.
پر شمالي وزيرستان د امريكايي بې پيلوټه الوتکې په تازه بريد كې ۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.
امنيتي چارواكي وايي، چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان په توري خېلو سيمه کې تېر مازديګر پر يوه کور ٦ توغندي توغولي دي.
ځايي دولتي چارواكي په دې بريد كې د پينځو تنو وسله والو د وژل کېدو راپور وركوي، خو ځينې نورې سرچينې بيا د وژل شويو كسانو شمېر اووه تنه ښيي.
د يادونې وړ ده، چې په شمالي وزيرستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې وسلوال شتون لري او له دې مخکې هم بې پيلوټه الوتکو د هغوى مرکزونه په نښه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


