په يونان کې د افغانانو يوې ټولنې له پوليسو شکايت کړى، چې د يوه افغان احسن حسين زاده اپارتمان ته ننوتي او هغه يې ترې لاندې غورځولى دى. رپوټونه وايي، چې د دې پېښې په نتيجه کې غورځول شوى افغان سخت ټپي شوى او اوس په روغتون کې بستر دى.
په يونان کې د افغانانو يوې ټولنې له پوليسو شکايت کړى، چې د يوه افغان احسن حسين زاده اپارتمان ته ننوتي او هغه يې ترې لاندې غورځولى دى.
رپوټونه وايي، چې د دې پېښې په نتيجه کې غورځول شوى افغان سخت ټپي شوى او اوس په روغتون کې بستر دى.
په يونان کې د افغان کډوالو ټولنې د دغه هېواد د عامه نظم وزير نيکوس ډينډيس(Nikos Dendias) ته په يوه پرانيستي ليک كې شكايت كړى او د دې پېښې په اړه يې ترې د تحقيقاتو غوښتنه كړې.
احسن حسين زاده ادعا کړې، چې پوليسو وهلى او مخکې تر دې، چې لاندې يې وغورځوي، له ده يې د پيسو غوښتنه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

