ads

بانكي مون حلب كې د عملياتو د بندېدو غوښتنه وكړه

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون په لندن کې د خبرو پرمهال د سوريې له حکومت نه غوښتنه كړې، چې په حلب ښار كې دې د ياغيانو پرضد خپل عمليات بند کړي. د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون په لندن کې د خبرو پرمهال د سوريې له حکومت نه غوښتنه كړې، چې په […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1391

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون په لندن کې د خبرو پرمهال د سوريې له حکومت نه غوښتنه كړې، چې په حلب ښار كې دې د ياغيانو پرضد خپل عمليات بند کړي.

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون په لندن کې د خبرو پرمهال د سوريې له حکومت نه غوښتنه كړې، چې په حلب ښار كې دې د ياغيانو پرضد خپل عمليات بند کړي.

همدارنګه نوموړي له سوريې نه د يوې روښانې ژمنې د کولو غوښتنه هم وکړه، چې پرهر ډول حالاتو کې کيمياوي وسلې ونه کاروي.

په عين حال کې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ په حلب ښار کې د يوې احتمالي ټول وژنې خبردارى ورکړى او ويلي يې دي، چې هېڅ هېواد بايد غلى پاتې نه شي.

رپوټونه وايي، چې ګڼ شمېر دولتي ځواکونه او ټانکونه د حلب ښار په شاوخوا کې ځاى پرځاى شوي او د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمو کې سخته بمباري شوې ده.

د جمعې په ورځ د سوريې په جګړو کې شاوخوا دېرش تنه وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA