د امريكا متحده ايالتونه غواړي، چې له حقاني شبكې سره د سولې خبرې وكړي. ډپلوماټيكې سرچينې وايي، چې امريكا له پاكستان څخه په دغو خبرو كې د منځګړيتوب غوښتنه كړې ده او اوس اسلام اباد د واشنګټن پر دې غوښتنه غور
د امريكا متحده ايالتونه غواړي، چې له حقاني شبكې سره د سولې خبرې وكړي.
ډپلوماټيكې سرچينې وايي، چې امريكا له پاكستان څخه په دغو خبرو كې د منځګړيتوب غوښتنه كړې ده او اوس اسلام اباد د واشنګټن پر دې غوښتنه غور كوي.
په اسلام اباد كې پوځي او سياسي كړيو د دغه هېواد يوه خصوصي تلوېزيون ته ويلي، چې واشنګټن له حقاني شبكې سره خبرو ته چمتو شوى دى.
دې سرچينو دا هم ويلي، كله چې د آى اېس آى مشر ظهيرالاسلام امريكا ته لاړ شي، نو د هغه هېواد له چارواكو سره به د بې پيلوټه الوتكو پر بريدونو، حقاني شبكې او وسله والو طالبانو سره پر سوله خبرې وكړي.
له حقاني شبكې سره خبرو ته د امريكا د چمتووالي رپوټ په داسې حال كې خپرېږي، چې واشنګټن غواړي دا شبكه د ترهګرو ډلو لېست ته ور زياته كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

