ads

پاکستان بې پېلوټه الوتکې غواړي

امريکايي رسنۍ وايي، چې دISI  نوى مشر ظهير الاسلام به له واشنګټن څخه وغواړي، چې که په قبايلي سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو په وسيله د ټاکلو هدفونو د ويشتلو نيت لري، دوى ته دې په نښه کړي او پاکستاني سرتيري به د هغه پر ضد عمليات وکړي، خو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1391

امريکايي رسنۍ وايي، چې دISI  نوى مشر ظهير الاسلام به له واشنګټن څخه وغواړي، چې که په قبايلي سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو په وسيله د ټاکلو هدفونو د ويشتلو نيت لري، دوى ته دې په نښه کړي او پاکستاني سرتيري به د هغه پر ضد عمليات وکړي، خو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دې نه کوي.

CNN  په پاکستان کې د يو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي له خولې وايي، چې د ISI  نوى مشر ظهير الاسلام به له امريکا وغواړي، چې نور د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند کړي.

سرچينه زياتوي، ظهير الاسلام به د اګست په دويمه نېټه له خپل امريکايي سيال ډېوېډ پټريوس سره وګوري او دا پيغام به ور ورسوي.

دا چارواکى وايي، پاکستان به له امريکا وغواړي، چې د بې پيلوټه الوتکو ټکنالوژي دې پاکستان ته ورکړي، چې پخپله يې د ترهګرو پر ضد وکاروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA