عراقي چارواکي وايي، چې په دغه هېواد كې د دوشنبې د ورځې په څو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۷ تنو ته لوړ شوى دى. له بغداده د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې، په دغو بريدونو کې ۲۱۶ تنه ټپيان شوي هم دي.
عراقي چارواکي وايي، چې په دغه هېواد كې د دوشنبې د ورځې په څو بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۷ تنو ته لوړ شوى دى.
له بغداده د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې، په دغو بريدونو کې ۲۱۶ تنه ټپيان شوي هم دي.
چارواکي وايي، چې په ۱۸ ښارونو کې لږ تر لږه ۲۷ بريدونه تر سره شوي دي.
تر دې مهاله هېڅ يوې ډلې ددغو خونړيو بريدونو پړه نه ده منلې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


