د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په تازه توغندويي بريد کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي. د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دا بريد تېر ماښام د تراويح د لمانځه پر مهال له ميرانشاه نه شاوخوا ۵۰ کيلومتره لرې د شوال په دره نښتر سيمه کې شوى
د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په تازه توغندويي بريد کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي .
د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دا بريد تېر ماښام د تراويح د لمانځه پر مهال له ميرانشاه نه شاوخوا ۵۰ کيلومتره لرې د شوال په دره نښتر سيمه کې شوى دى.
دواى وايي، چې بې پيلوټه الوتکې د تحريک طالبان پر يوه پټن ځاى ۸ توغندي توغولي، چې له كبله يې دولس تنه وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


