سوريې ويلي، چې پر خپل ولس کېمياوي وسله نه کاروي، خو پر بهرنيو بريدكوونكو به دغه کار ترسره کړي. دمشق د لومړي ځل لپاره د دغه ډول وسلو د شتوالي د منلو ترڅنگ، ويلي چې هغه د وسله وال پوځ له خوا خوندي ساتل کېږي او هېڅکله به هم “د
سوريې ويلي، چې پر خپل ولس کېمياوي وسله نه کاروي، خو پر بهرنيو بريدكوونكو به دغه کار ترسره کړي.
دمشق د لومړي ځل لپاره د دغه ډول وسلو د شتوالي د منلو ترڅنگ، ويلي چې هغه د وسله وال پوځ له خوا خوندي ساتل کېږي او هېڅکله به هم “د سوريې دننه” ونه کارول شي.
د بهرنيوچارو وزارت وياند جهاد مقدسي تېره ورځ په دمشق کې خبري کنفرانس ته وويل، چې حکومت به له دې وسلو څخه د سوريې د خلکو پر ضد کار نه اخلي.
بلخوا د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما د سوريې جمهوررئيس بشارالاسد ته ګواښ کړى، چې د کيمياوي وسلې د کارولو په صورت کې به يې دولت ځواب ويونکى وپېژندل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


