د هند د ماليې پخوانی وزير پرناب مکهرجي د ټاكنو په ترڅ کې نوی جمهوررئيس وټاکل شو . مکهرجي ۷۶ كلن دى او د هند د جمهوري رياست سمبوليک مقام ته د رسېدو لپاره خپل رقيب لوري ته په آسانۍ ماتې ورکړه.
د هند د ماليې پخوانی وزير پرناب مکهرجي د ټاكنو په ترڅ کې نوی جمهوررئيس وټاکل شو .
مکهرجي ۷۶ كلن دى او د هند د جمهوري رياست سمبوليک مقام ته د رسېدو لپاره خپل رقيب لوري ته په آسانۍ ماتې ورکړه.
که څه هم د ماليې وزير په توګه پر هغه ډېرې نيوکې کېدې، خو نوموړى تجربه لرونکې او مخوره څېره ده.
هغه د ملي او ايالتي پارلمانونو لخوا جمهوررئيس ټاکل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

