د پاكستان دفاع شورا په جوړېدو سره په دغه هېواد كې ړنګو اعلان شويو او ترهګرو ډلو ته د فعاليت نوې لار جوړه شوې ده. په سيمه كې د امنيتي چارو شنونكي وايي، چې د پاكستان دفاع شورا سره هغو ډلو ته د فعاليت نوې ساه ور كړل شوه، چې له كلونو راهيسې د پاكستان
د پاكستان دفاع شورا په جوړېدو سره په دغه هېواد كې ړنګو اعلان شويو او ترهګرو ډلو ته د فعاليت نوې لار جوړه شوې ده.
په سيمه كې د امنيتي چارو شنونكي وايي، چې د پاكستان دفاع شورا سره هغو ډلو ته د فعاليت نوې ساه ور كړل شوه، چې له كلونو راهيسې د پاكستان امنيتي ادارو د دوى پر فعاليت بنديز لګولى و او بې قانونه يې اعلان كړې وې.
دوى وايي، چې د مولانا فضل الرحمن خليل په مشرۍ حركت المجاهدين او د مولانا عبدالله شاه مظهر په مشرۍ جماعت الفرقان د پاكستاني طالبانو غورځنګ او القاعده پورې تړلې ډلې دي، چې په پاكستان كې يې پر فعاليت بنديز لګېدلى دى، خو د دوى په وينا، اوس د انصارالامه او د قلب اسلام غورځنګ په نوم، د پاكستان د دفاع شورا په څارنه فعاليت كوي.
د پاكستان دفاع شورا د دغه هېواد له مذهبي سياسي ډلو او د آى اېس آى او د پوځ له متقاعدو جنرالانو جوړه شوې، چې په وروستيو كې يې فعاليتونه ډېر كړي او له كبله يې په پاكستان كې د ترهګرو ډلو فعاليت هم ډېر شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


