د ننګرهار د قبايلو رئيس ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته پاکستان په لسګونو کيلومتره له ډیورند کرښې راوښتی دی. د ننګرهار د قبايلو او قومونو چارو رئيس بريالي ګرديوال چې د چنګاښ په ۲۵ مه يې له سلګونو قبايلي مشرانو سره تر غونډې وروسته خبريالانو ته خبرې كولې، وويل چې پاکستاني ځواکونه د کامې، ګوشتې او لالپورې په سرحدي سيمو کې ٤٣ کيلومتره مخته راغلي.
د ننګرهار د قبايلو رئيس ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته پاکستان په لسګونو کيلومتره له ډیورند کرښې راوښتی دی.
د ننګرهار د قبايلو او قومونو چارو رئيس بريالي ګرديوال چې د چنګاښ په ۲۵ مه يې له سلګونو قبايلي مشرانو سره تر غونډې وروسته خبريالانو ته خبرې كولې، وويل چې پاکستاني ځواکونه د کامې، ګوشتې او لالپورې په سرحدي سيمو کې ٤٣ کيلومتره مخته راغلي.
نوموړي زياته كړه، د کونړ په ځينو ولسواليو کې هم ٤١ کيلومتره له ډیورند راوښتي دي.
پر سربېره نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان له ډیورند کرښې دې خوا افغانانو ته پاکستاني شناختي کارتونه هم ویشي.
ګردي وال پرته له دې چې وخت او ځاى وښيي زياته کړه، چې په ځينو سرحدي سيمو کې يې د دغې پروسې مخه نیولې ده: (( پاكستان غواړي په دغه ډول حرکتونو افغان دولت جګړې ته ورټېل وهي.))
نوموړي ډاډ څرګند کړ، پاکستان به دې ته اړ شي چې په تېره لسيزه کې نيول شوې سيمې بېرته پرېږدي.
ګرديوال وړاندې وويل، د افغان دولت اقتصاد پر سوال ولاړ دى او پاکستان په هغو سيمو کې رغنيز کارونه كوي چې اوس يې خپله بولي.
د نوموړي په وينا د پاکستان ستر هدف د کونړ او کابل په سيندونو کنټرول ترلاسه کول دي.
له بل لوري د دغو سيمو يو شمېر قومي مشرانو هم تاييد كړه چې پاكستاني ځواكونو ځینې سيمې لاندې كړې دي.
د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشر ملک نادرخان خوګاخېل وويل چې د ګوشتې خاپخ کنډو لس کاله وړاندې د افغان دولت په ولکه کې و، خو اوس د پاکستاني دولت تر واک لاندې دى.
د دوربابا ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک عباس د سرحدي ولسواليو قومي مشران تورن کړل، چې له دواړو دولتونو امکانات اخلي.
هغه زياته کړه: ((پاکستان پخوا هم د قومي مشرانو په هدايت راغلى او بيا به هم راځي.))
نوموړي وويل، افغان دولت سرحدي سيمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي؛ خو پاکستان بيا قبايلي سيمو ته ګاز، برېښنا او سړکونه تېروي.
ملک عباس وايي: ((موږ افغاني ننګ نيولي يو، پاکستان ته د خاورې سپارل راته خيانت ښکاري، که نه وي، په کار داسې ده چې له پاکستان څخه اوبه او برېښنا وغواړو.))
دغه قومي مشر وويل، دولتي ادارو ته په عريضو کولو ستړي شول؛ خو څوک يې غږ نه اوري.
له بل لوري پخوانى امنيه قومندان او قومي مشر سيد عمر پهلوان وايي، درې ورځې يې د قومي ځوانانو په ملتيا د انتقالي دورې پر مهال له پاکستاني ځواکونو سره جګړه کړې، خو لوړ پوړو دولتي چارواکو يې پوښتنه هم نه ده کړې.
پهلوان وويل، چې د ظاهرشاه او داود خان حکومتونو به قبايلو ته امکانات ورکول، اوس يې څوک پوښتنه هم نه کوي.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال ومنله، چې په لرې پرتو سيمو کې د اړتيا وړ رغنيزې پروژې نه دې پلې شوې، خو ده يې څو څو ځلې په ولايتي پرمختيايي غونډو او اداري ناستو کې يادونه کړې ده.
خو نوموړي په دې اړه چې ګواکې پاکستاني ځواکونو له يوې لسيزې راهيسې د ننګرهار ٤٣ کيلومتره ځمکه نيولې ناخبري وښوده.
د يادونې ده چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې پر کونړ د پاکستان له لوري توپچي مرمۍ ويشتل کېږي او دوه کاله وړاندې د دغو مرميو له امله د ګوشتې سلګونه کورنۍ هم کډوالې شوې وې.
د يادولو ده چې دې قبايلي غونډې ته د ننګرهار د اتو سرحدي ولسواليو(( دور بابا، نازيانو، لالپورې، ګوشتې، مومند درې، کوز کونړ او دره نور)) سلګونو قومي مشران او په دغه ولايت کې د سليمان خېلو، خروټو او مومندو شوراګانې د دې لپاره ور بلل شوې وې چې د سولې له بهير څخه ملاتړ اعلان کړي او له خپلو سرحدي سيمو د ساتنې ډاډ ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


