ads

پاكستان كې د افغان كډوالو كمپونو ته بېرته برېښنا وركړل شوه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ځينو كمپونو کې افغان کډوال وايي، چې د روژې له رارسېدو سره سم  برېښنا بېرته ورته خوشې شوې ده. تېره مياشت افغان کډوالو شکايت کړى و، چې پر كمپونو يې ځايي چارواکو برېښنا بنده کړې، چې له كبله يې د نورو ستونزو ترڅنګ دوى د اوبو له نشتوالي […]

نویسنده: TKG
1 زمری 1391
پاكستان كې د افغان كډوالو كمپونو ته بېرته برېښنا وركړل شوه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ځينو كمپونو کې افغان کډوال وايي، چې د روژې له رارسېدو سره سم  برېښنا بېرته ورته خوشې شوې ده. تېره مياشت افغان کډوالو شکايت کړى و، چې پر كمپونو يې ځايي چارواکو برېښنا بنده کړې، چې له كبله يې د نورو ستونزو ترڅنګ دوى د اوبو له نشتوالي

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ځينو كمپونو کې افغان کډوال وايي، چې د روژې له رارسېدو سره سم  برېښنا بېرته ورته خوشې شوې ده.

تېره مياشت افغان کډوالو شکايت کړى و، چې پر كمپونو يې ځايي چارواکو برېښنا بنده کړې، چې له كبله يې د نورو ستونزو ترڅنګ دوى د اوبو له نشتوالي سره هم مخ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د اکوړي او شمشتو كمپونو اوسېدونکي افغان کډوال وايي، چې له پرون راهيسې ورته برېښنا بېرته وركړل شوې ده.

د خيبر پښتونخوا ايالت په نوښار ولسوالۍ کې د برېښنا دادارې يوه چارواکي عارف ويلي، چې په ځينو كمپونو کې پر افغان کډوالو پنځه ميليونه کلدارې د برېښنا پاتې وې او په وينا يې، که دوى نيم ميليون يې هم ورکړې واى، هېڅکله به برېښنا نه واى قطع شوې .

په پېښور کې د افغانستان کونسل جنرال ابراهيم خېل وايي، چې د برېښنا ځايي چارواکو ځينو كمپونو ته د برېښنا د بېرته پرېښودو امر کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA