په اوركزۍ اېجنسۍ كې نن سهار د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو د وسلوالو پر مورچو بمبار کړى او ١٢ وسلوال يې وژلي دي. ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې دغه بمبار نن سهار وخته د اورکزو ايجنسۍ په ډبوري، زختان او ګندي تال سيمو کې شوى دى.
په اوركزۍ اېجنسۍ كې نن سهار د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو د وسلوالو پر مورچو بمبار کړى او ١٢ وسلوال يې وژلي دي.
ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې دغه بمبار نن سهار وخته د اورکزو ايجنسۍ په ډبوري، زختان او ګندي تال سيمو کې شوى دى.
سرچينې زياته کړې ،چې په دې بمبار کې ١٢ وسلوال وژل شوي، پنځه يې ټپيان دي او د هغوى يو شمېر مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.
د حسن محمود په نوم يوه ځايي اوسېدونکي ويلي، چې ددې بمبارۍ له كبله ګڼ شمېر کورنۍ هم د سيمې پرېښودو ته اړ شوې دي.
پرون په اورکزو ايجنسۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې نهه کسان وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

