ads

امريكا په منځنۍ اسيا کې د نفوذ لپاره افغانستان ته سرتېري لېږلي

ايران يو ځل بيا د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون مخالفت وکړ او ويې ويل، چې په افغانستان کې د لويو لارو، هوايي ډګرونو او الوتلارو جوړول له تروريزم سره د مبارزې هدف نه شي لرلى. ايران يو ځل بيا د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون مخالفت وکړ او ويې ويل، چې په […]

نویسنده: TKG
1 زمری 1391
امريكا په منځنۍ اسيا کې د نفوذ لپاره افغانستان ته سرتېري لېږلي

ايران يو ځل بيا د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون مخالفت وکړ او ويې ويل، چې په افغانستان کې د لويو لارو، هوايي ډګرونو او الوتلارو جوړول له تروريزم سره د مبارزې هدف نه شي لرلى.

ايران يو ځل بيا د افغانستان او امريکا د ستراتيژيک تړون مخالفت وکړ او ويې ويل، چې په افغانستان کې د لويو لارو، هوايي ډګرونو او الوتلارو جوړول له تروريزم سره د مبارزې هدف نه شي لرلى.

د ايران په بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان د کمېټې رئيس محسن پاک ايين ايرنا خبري اژانس ته ويلي، چې نورو هېوادونو افغانستان ته د هغو اصولو له مخې سرتېري لېږلي، چې دوى پرې باور لري، خو امريکا په افغانستان کې لويې لارې، هوايي ډګرونه او الوتلارې جوړوي او د پوځي مرکزونو لپاره يې پرمختللي اليکټرونيک وسايل وړي، چې د ده په وينا، دا له تروريزم سره د مبارزې طريقه نه ده.

نوموړى وايي، چې امريکايانو د روسيې او چين د کنټرولولو، پاکستان ته د ستونزو د جوړولو په خاطر د اتحاد د رامنځته کولو او په منځنۍ اسيا کې د نفوذ لپاره افغانستان ته سرتېري لېږلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA