په پاکستان کې د ښځو د حقونو د يوې ټولنې د رپوټ له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى. نا دولتي ټولنه “عورت فاونډېشن” له ۲۰۰۸ کال راهيسې د ښځو د تاوتريخوالي په اړه کلنېز راپور خپروي.
په پاکستان کې د ښځو د حقونو د يوې ټولنې د رپوټ له مخې، په تېرو درېيو کلونو کې په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى دى.
نا دولتي ټولنه “عورت فاونډېشن” له ۲۰۰۸ کال راهيسې د ښځو د تاوتريخوالي په اړه کلنېز راپور خپروي.
د دغې ټولنې د ۲۰۱۱ کال رپوټ، چې د رسنيو او پوليسو د قضيو پر بنسټ جوړ شوى ښيي، چې د تاوتريخوالي پېښې تر پخوا ډېرې شوي دي.
رپوټ وايي، چې د ۲۰۰۸ کال په پرتله په ۲۰۱۱ کال کې د ښځو د تښتونې او وژلو پېښې ډېرې شوې دي.
د يادې ټولنې مشرې شبينا اياز ويلي، چې د تاوتريخوالي ډېرې پېښې په پنجاب ايالت كې ثبت شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


