په نورستان، پكتيا او غزني ولايتونو كې چې د طالبانو پرضد د ځايي خلكو له پاڅونونو وروسته وضعیت ښه شوی برېښي، پاڅون کوونکي وېره لري چې دولت به یې ملاتړ ته ونه دانګي.
په نورستان، پكتيا او غزني ولايتونو كې چې د طالبانو پرضد د ځايي خلكو له پاڅونونو وروسته وضعیت ښه شوی برېښي، پاڅون کوونکي وېره لري چې دولت به یې ملاتړ ته ونه دانګي.
دوی وايي، تر دې وړاندې هم په دغو ولایتونو کې د دولت په پلوۍ راپورته شوي وو، خو دا دولت دی چې له دوی په شا کېږي او طالبانو ته یې په میدان پرېږدي.
د راپورونو له مخې دا پاڅونونه هغه وخت مخ په خورېدو شول چې پر طالبانو د عامه تاسيساتو د تړلو پړه واچول شوه.
کلید اوونیزې په خپله تېره ګڼه کې په دې اړوند بشپړ راپور درلود.
په نورستان كې هغه مهال د ښوونځيو زده كوونكي راوپارېدل چې طالبانو په وايګل ولسوالي كې د ښوونځيو دروازې وتړلې، خو د سیمې اوسېدونكي وايي چې اوس په دې سيمه كې ټول تړل شوي ښوونځي دوی پرانستي دي.
دوى زياتوي، د هر هغې ډلې پر ضد به له دې وروسته هم وسله پورته وساتي چې د دوى د ښوونځيو تړل غواړي.
په سيمه ييزو چارواكو نيوكه كوي چې په ياد پاڅون كې يې ورسره هېڅ مرسته نه ده كړې او لا هم د وايګل ولسوالي د طالبانو په لاس كې ده.
د وايګل ولسوالۍ اوسېدونكى او د پاڅون یو تن ګډونوال ۲۵ كلن محمد اسمعيل وايي چې پر طالبانو د امريكايي الوتكو له بريد وروسته هغوى د وايګل ولسوالۍ په مركزي ليسې سربېره يو شمېر نور ښوونځي هم وتړل: ((زده كوونكي پاڅېدل، ښوونځي يې بېرته پرانستل چې په ترڅ كې يې يو تن د ښوونځي مدير زخمي هم شو.))
اسمعيل زياتوي، ټوله ولسوالي د وسله والو طالبانو په لاس كې ده: (( د حكومت له لوري د وايګل ولسوالۍ لپاره ولسوال رحمت الله او امنيه قومندان ذبيح الله د نورستان په مركز كې له والي تميم نورستاني سره ناست وي.))
د اسمعيل د څرګندونو له مخې كه يې حكومت ملاتړ وكړي، د وايګل ټوله ولسوالي به ولس له وسله والو مخالفينو پاكه كړي.
د نورستان د كامدېش اوسېدونكى ۲۸ كلن لبيب نورستاني بیا وايي چې د نورستان د كامدېش ډېرى اوسېدونكو هم وخت ناوخت له حكومت څخه خپل ملاتړ اعلان كړى دى، خو دا حکومت دی چې له دوی په شا کېږي: ((څو ورځې مخكې هم يو شمېر كسان د حكومت په پلوي پورته شول، مګر حكومت يې ملاتړ ونه كړ، يو شمېر ووژل شول، ټپيانو ځان هوايي ډګر ته ورساوه خو تر هغې چې حكومتي الوتکې رارسېدلې هغه يې هم ووژل.))
د لبيب په وينا د نورستان او په ځانګړي ډول د كامدېش ولسوالۍ ډېرى وسله وال له پاكستان او عربي هېوادونو راغلي دي.
د كامدېش يو بل اوسېدونكى ۳۵ كلن شاه واحد بیا ادعا كوي چې د كامدېش ولسوالۍ اوسېدونكي هم د طالبانو پر ضد پاڅېدلي وو، خو دا موضوع په مطبوعاتو کې نه وه منعکس شوې: (( تر دې مهاله مو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه قرباني وركړې او ۱۶ تنه وسله وال هم وژل شوي دي.))
د نورستان د والي وياند محمد زرين هم د خلکو د دغه ملاتړ ستاینه کوي او وايي چې د سيمو خلكو په خپل زور ټول ښوونځي پرانستي دي.
نوموړى زياتوي، چې د وسله والو مخالفينو پرضد يې چاڼيز عمليات تر لاس دي، څو وایګل ولسوالي د هغوى له ولكې خلاصه كړي: (( اوس دغه ولسوالي له طالبانو سره ده او دولت هلته هېڅ واك نه لري، خو موږ ډېر ژر په دغه ولسوالۍ كې لوى عمليات تر لاس لاندې لرو او د همدې شېبې شمارو چې څه وخت او كله ولسوالۍ بېرته ترلاسه وكړو.))
وېره او هیله
د چنګاښ ۱۸مه شپه وه چې د پکتيا ولايت د مېرزکې په ولسوالۍ يوه ډله وسله والو بريد وکړ او خلک یې پر وړاندې ودرېدل، اوس له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي چې په میرزکه کې هم وضعیت ارامه دی.
د ميرزكه ولسوالۍ اوسيدونکي او قومي مشران هم په خپل پاڅون خوښ دي خو ورسره دا هم وايي، که دوى خپلو ورته پاڅونونو ته دوام هم ورکړي، د دولت له خوا يې ملاتړ نشته، نو دوى د وسله والو په وړاندې بې وسه پاتې کېږي.
يو تن قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، کليد ته وويل، دوى د هيوادنۍ مينې له مخې پاڅون کوي خو دولت به يې بيا ملاتړ ونه کړي: ((موږ په دولت بې باوره يو، وسله والو ته به مو، تش په ميدان پرېږدي.))
د پکتيا د ولايتي شورا رئيس ښايسته جان احدي بيا وايي، دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولايت کې ولسي خلک د وسله والو بریدګرو په وړاندې راپورته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د جاني خيلو او ډنډ پټان په سرحدي ولسوالۍ کې ولسي خلک د وسله والو په وړاندې راپورته شوي دي.
احدي زياتوي: (( ولسي خلکو راسره ژمنه کړې چې هر وخت به د امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او د وس تر بريده به نور وسله والو ته په خپلو سيمو کې ځای نه ورکوي.))
له بل لوري د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمان منګل وايي چې ولسي خلک ډاډمن ژوند لري، که وسله وال له دې وروسته په امنيتي ځواکونو بريد هم وکړي، نو په راتلونکي کې به له ورته عکس العمل سره مخامخ شي.
مرستيال والي عبدالرحمان منګل وايي، حالاتو ته په کتو داسې ښکارې چې د پکتيا په نورو سيمو کې به هم د ميرزکه په څېر ولسي خلک راپورته شي او وسله وال به له خپلو سيمو وشړي، ځکه د میرزکه تر پاڅون وروسته په سیمه کې حالات راکابو شوي دي.
ازادي غوښتنه
دوه مياشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكي هغه مهال د وسله والو پر وړاندې راپاڅېدل، چې نور د خپلو ښوونځيو او بازارونو له تړل پاتې كېدو په تنګ شول.
اوس مهال د دغو سيمې يو شمېر اوسېدونكي وايي چې تر پاڅونونو وروسته توانیدلي، ښوونځي او کلینیکونه پرانیزي.
د اندړو اوسېدونكي زياتوي، دوى يوازې په خپلو سيمو كې د خپل مشروع او قانوني حقونو ترلاسه كول غواړي.
د دغه ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى او د پاڅون ګډونوال چې خپل نوم نه اخلي وايي، دغه پاڅون خلكو ته لويه گټه رسولې، ښوونځي او بازارونه پرانستل شوي او د دولت مرستې هم خلكو ته رسېږي، خو هغه سيمې چې اوس هم وسله وال په كې حاكم دي، ښوونځي او نورې ټولګټې پروژې تړلې دي.
د اندړو يو بل اوسېدونكى او د پاڅون ګډونوال وايي: (( ۵۰، ۶۰ كلي په لاس كې لرو، نور هېڅ نه غواړو، نه چوكۍ غواړو، نه قدرت، يوازې امن او ازادي غواړو.))
بل پلو د غزني پاڅون كوونكي له اندړو ولسوالۍ وروسته په ګيرو كې د وسله والو طالبانو پرضد هم د نويو عملياتو د پيلولو خبر وركوي.
د غزني د پاڅون كوونكو وياند عبيدالله کلید ویلي چې د وسله والو طالبانو پرضد د پاڅون له پيله تر دې دمه د دوى شاوخوا اوه كسه ملګري وژل شوي او د وسله والو مخالفينو تر سلو پورې جنګيالي هم له منځه تللي دي.
د ده په وينا دا مهال د اندړو ولسوالۍ ډېرى كلي له وسله والو مخالفينو پاك شوي او د نږدې ګيرو ولسوالۍ ته هم پلان لري ترڅو هغه هم له مخالفينو پاكه كړې (( د شهاب الدين ښوونځي له زده كوونكو او ښوونكو مو هم وغوښتل چې په ډاډه زړه خپل ښوونځي ته لاړ شي او بې له ځايه ګرځېدو ډډه وكړي. ))
د غزني د والي وياند سباوون هم د پاڅون كوونكو پرمختګ مني، خو وايي چې د نورو ولایتونو په نسبت سيمه ييز حكومت په خپل وخت له پاڅون كوونكو سره نا پوځي مرستې كړې دي: (( خوراكي توكي ورلېږل شوي دي، نورې كومې مرستې نه دي شوې، د پوهنې او روغتيا په برخه كې چې كوم څه تړل شوي هغه بېرته پرانستل شوي او مرسته ورسره شوې ده.))
خو د غزني د پاڅون وياند عبيدالله تاييد نه كړه چې دولت دې ورسره د يو شمېر روغتونونو په بيا پرانستلو كې مرسته كړې وي: (( هغه روغتونونه چې له وړاندې فعال نه وو لا هم فعال نه دي، موږ له ځينو مرستندويانو غوښتي چې د دغو كلینيكونو په بيا فعالولو كې راسره مرسته وكړي، هيله من یو چې دغه روغتونونه به هم ژر پرانستل شي.))
په همدې حال كې د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي كليد ته وويل، چې دوى د وسله والو طالبانو پرضد په هره سيمه كې د پاڅون ملاتړ كوي.
صديقي زياته كړه، دوى هم له خلكو غواړي چې له افغان پوليسو خپله مرسته ونه سپموي: (( ملي پوليس د يوه مسوول ځواك په توګه وضعه څېړي.))
دا هرڅه په داسې حال کې ده چې د بخدي خبري آژانس په حواله د لغمان ولايت د علي شنګ او دولت شاه ولسواليو اوسېدونكو هم اعلان كړی چى د طالبانو پر ضد يې پاڅون پيل كړى دى.
د ځوانانو د يوې ټولنې مشر ظفر عباس رسنيو ته ويلي دي چې دغه پاڅون د چنګاښ په ۲۷ مه، غرمه مهال دوه بجې پيل او څو كلي یې له وسله والو طالبانو پاك كړي دي.
عباس زياتوي چې د علي شنګ او دولت شاه ولسواليو د يو شمېر كليو اوسېدونكو عملا د طالبانو پر ضد خپل پاڅون پيل كړى دى.
نوموړي ویلي، دولت څو ځلې د دغه پاڅون د كابو كولو هڅه وكړه، خو كله چې په دغه پاڅون كې د خلكو ګډون په بې ساري ډول ډېر شو، حكومت اړ شو چې كوم غبرګون ونه ښيي.
په همدې حال كې د علي شينګ ولسوالۍ يوه قومي مشر په دغه ولايت كې ولسي پاڅون تاييد كړ.
دغه قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور بخدي ته ویلي: (( موږ به هغه كار ترسره كړو چې زموږ وروڼو په غزني، نورستان او فارياب ولايتونو كې ترسره كړ.))
له بل لوري د لغمان سيمه ييز چارواكي وايي، دوى هم داسې راپورونه تر لاسه كړي چې يو شمېر خلك د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون كوي.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواك ویلي چې د سيمې د خلكو استازو دوى له دغه ډول يوه پروګرامه (( د طالبانو پر وړاندې پاڅون)) خبر كړي دي.
ځواك زياته كړه، چې ټاكل شوې دغه پاڅون لومړى د عليشنګ او دولت شاه ولسواليو څخه پيل شي.
خو ظفر عباس ټينګار كوي چې په دولت شاه او علي شينګ ولسواليو كې د دوى ولسي پاڅون له دولت سره هېڅ تړاو نه لري او دولت هم تر اوسه د دوى ملاتړ نه دى كړى، مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ډول حرکتونه د خلکو کار نه، بلکې د سیمه ییزو اربکیو حرکتونه بولي چې ګواکې د ولسي پاڅونونو نوم پرې اېښودل شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


