د يمن جمهور رئيس عبدربه منصور هادي، ايران ته خبردارى ورکړى، چې د هېواد په کورنيو چارو کې دې يې لاس وهنه نه کوي. هادي دا خبرې له هغه وروسته کوي، چې د کورنيو چارو وزير يې خبر ورکړ، چې د ايران د سپاه پاسداران يو پخوانى مشر يې نيولى دى.
د يمن جمهور رئيس عبدربه منصور هادي، ايران ته خبردارى ورکړى، چې د هېواد په کورنيو چارو کې دې يې لاس وهنه نه کوي.
هادي دا خبرې له هغه وروسته کوي، چې د کورنيو چارو وزير يې خبر ورکړ، چې د ايران د سپاه پاسداران يو پخوانى مشر يې نيولى دى.
د يمن د کورنيو چارو وزير ويلي و، چې دغه نيول شوى ايرانى په يمن کې د هغه هېواد د استخباراتي کړيو يو غړى دى.
هغه زياته کړې، چې د ايران د استخباراتي کړۍ څو نور غړي يې هم نيولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


