ads

رشوت د اسلام له نظره

دا د تركي ليكوال الشيخ عبدالله عبدالمحسن التركي لخوا په عربي ژبه ليكل شوى د پي اچ ډي اثر دى چې لومړى په اردو ژبه او بيا د نورولي سعيد شينواري لخوا يې پښتو ژباړه په ۲۸۰ مخونو كې تازه له چاپه راووته. دا د تركي ليكوال الشيخ عبدالله عبدالمحسن التركي لخوا په عربي ژبه […]

نویسنده: The Killid Group
28 چنګاښ 1391
رشوت د اسلام له نظره

دا د تركي ليكوال الشيخ عبدالله عبدالمحسن التركي لخوا په عربي ژبه ليكل شوى د پي اچ ډي اثر دى چې لومړى په اردو ژبه او بيا د نورولي سعيد شينواري لخوا يې پښتو ژباړه په ۲۸۰ مخونو كې تازه له چاپه راووته.

دا د تركي ليكوال الشيخ عبدالله عبدالمحسن التركي لخوا په عربي ژبه ليكل شوى د پي اچ ډي اثر دى چې لومړى په اردو ژبه او بيا د نورولي سعيد شينواري لخوا يې پښتو ژباړه په ۲۸۰ مخونو كې تازه له چاپه راووته.

ياد اثر په ښكلي جلد او صحافت د ۲۰۰۰ ټوكو په شمېر د ګودر خپروندويه ټولنې په مالي لګښت خپور شوى، كمپوز او ډيزاين چارې يې عبدالهادي اثر ترسره كړې دي.

په كتاب لومړۍ سريزه پوهندوى فضل ولي ناګار ليكلې او دوهمه سريزه پرې پوهندوى لعل پاچا ازمون كښلې ده. له دې وروسته د ژباړن خپلې خبرې او د ليكوال په مقدمې پسې د اثر جالب او په زړه پورې موضوعات لوستونكى  په مستقيم ډول د محتوا لمنې ته بيايي.

د كتاب منځپانگه څلور بابه لري، د سزا، تعزير ، حد او  جرم د اركانو تر پېژندلو وروسته لومړى باب په سيستماتيكه بڼه د رشوت په حقيقت  او ډولونو راپېلېږي.

دوهم باب د رشوت په اړه اسلامي احكام بيانوي او دوه څپركي لري  چې لومړى څپركى يې د رشوت د نارواوالي په اړه د قران، سنتو او اجماع امت دلايل وړاندې كوي، په دوهم څپركي كې يې د رشوت خور لپاره د سزا په تاکلو بحث شوى دى.

دريم باب د بډو د جرم پايلې او اغېزې په دریو څپركو كې  په علمي او سيستماتيك ډول څېړي. چې په لومړي څپركې كې پر قاضي او د هغه په منصب  د رشوت اغېز څېړل شوى، دوهم څپركى د بډې خور د ګټې وټې او عزل و نصب احكام بيانوي او دريم څپركى د بډې وركوونكي قباحت څېړي.

په څلورم باب كې د رشوت د مخنيوي لارې چارې سنجول شوې او پاى يې بيا د ليكوال ځانګړې پايليزې نيولې ده.

د كتاب ليكوال  د خپل علمي ليد لوري له زاويې په خپله څېړنه كې كوم افراط او تفريط ته لمنه نه ده وهلې، نوموړى د څلورو واړو مذاهبو او مسلكونو احكام راخلي په خپلو كې يې پرتله كوي او پايله يې د لوستونكي مخې ته ږدي.

كتاب په خوږه او روانه پښتو ژباړل شوى، چې لوستونكى تر پايه له خپل ځان سره ساتي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA