د شمالي کوريا رسنيو اعلان کړی دی، چې د دغه هېواد اوسني مشر کېم جونګ اون ته د “مارشال” لقب ورکړل شوی دی. مارشال په شمالي کوريا تر ټولو لوړه پوځي رتبه ده.
د شمالي کوريا رسنيو اعلان کړی دی، چې د دغه هېواد اوسني مشر کېم جونګ اون ته د “مارشال” لقب ورکړل شوی دی.
مارشال په شمالي کوريا تر ټولو لوړه پوځي رتبه ده.
رپوټونه وايي، چې د دغې رتبې په اخيستو کېم جونګ اون پر پوځ خپل کنټرول محكم کړ.
دغه ګام د کېم له هغو اقداماتو وروسته ترسره کېږي، چې په وروستيو کې يې په پوځ کې لوی بدلونونه راوستل.
د دغو بدلونونو په لړ کې دوه ورځې وړاندې د شمالي کوريا د پوځ پخوانی مشر ري يونګ هو د ناروغۍ له كبله له ټولو حکومتي دندو ګوښه کړای شوی، او پر ځای يې لږ تجربه لرونکی پوځي جنرال وټاکل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


