سپينې ماڼۍ تېره شپه وويل، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما دوه لوړ پوړي ډيپلوماټان جېمز کنينګم او ريچارډ اولسن د افغانستان او پاکستان لپاره د نويو سفيرانو په توګه نومولي دي.
سپينې ماڼۍ تېره شپه وويل، چې د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما دوه لوړ پوړي ډيپلوماټان جېمز کنينګم او ريچارډ اولسن د افغانستان او پاکستان لپاره د نويو سفيرانو په توګه نومولي دي.
که د امريکا د متحدو ايالتونو مشرانو جرګې تاييد کړه، جېمز کنينګم به په افغانستان کې د امريکا د اوسني سفير راين کراکر ځاى ونيسي او ريچارډ اولسن به د کامرون مونټر پر ځاى اسلام اباد ته لاړ شي.
د امريکا له قوانينو سره سم په بهرنيو هېوادونو کې د دغه هېواد سفيران د مشرانو جرګې تاييد ته اړتيا لري.
جېمز کنينګم، چې اوس د راين کراکر مرستيال دى، د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ په اسراييلو کې د متحدو ايالتونو د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

