د كونړ ولايت له ناړۍ څخه د نورستان تر برګمټال پورې د سړك د جوړولو چارې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له خوا پيل شوې. د ياد سړك په پرانسيت غونډه كې د دوشنبې په ورځ د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري وويل، چې د دې سړك د جوړولو چارې د
د كونړ ولايت له ناړۍ څخه د نورستان تر برګمټال پورې د سړك د جوړولو چارې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له خوا پيل شوې.
د ياد سړك په پرانسيت غونډه كې د دوشنبې په ورځ د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري وويل، چې د دې سړك د جوړولو چارې د ياد قول اردو لخوا مخته وړل كېږي.
وزيري زياته كړه، چې د نوموړي سړك د جوړولو چارې به وخت ونيسي، خو دوى هوډمن دي چې د نورستان د امنيت د ټينګښت لپاره په هر ډول چې كېداى شي دغه سړك جوړ كړي.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان د ياد سړك د امنيت په ټينګښت هم ټينګار وكړ.
په همدې حال كې د نورستان يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې كه دغه سړك جوړ او امنيت يې ټينګ شي نو د دوى به ډيرې ستونزې ورسره هوارې شي.
د يادولو وړ ده چې د ناړۍ او برګمټال ترمنځ د سړك اوږدوالى شاوخوا اويا كيلومترو ته رسېږي، چې اوس د يادې سيمې اوسېدونكي د سړك د خرابوالي او په لاره د امنيت د نه شتون له امله د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


