ads

اوكراين له ۲۰۱۴ وروسته افغان ماموريت كې برخه اخلي

د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به په افغان ماموريت كې د اوكراين د ګډون هركلى وكړي. نوموړى وايي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به ډېرى ناټو پوځيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وي او يوازې روزونكي به يې افغان پوځيان روزي او په وينا، ممكن اوكراين هم […]

نویسنده: TKG
27 چنګاښ 1391

د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن وايي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به په افغان ماموريت كې د اوكراين د ګډون هركلى وكړي.
نوموړى وايي، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به ډېرى ناټو پوځيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وي او يوازې روزونكي به يې افغان پوځيان روزي او په وينا، ممكن اوكراين هم په دغه روزونكي ماموريت كې برخه واخلي.

راسموسن پرون له انټرفكس سره په ځانګړې مركه كې ويلي، چې د ۲۰۱۴ كال په پاى كې به د ناټو ځواكونو يرغليز ماموريت پاى ته ورسيږي، خو په شيكاګو كې د ناټو سرمشريزې د پرېكړې له مخې به دا تړون د افغان ځواكونو د ملاتړ ماموريت ولري.

د هغه په وينا، ناټو خپل غړي هڅوي، چې په روزونكي ماموريت كې برخه واخلي، نو كه اوكراين دا كار كوي، دوى به يې تود هركلى وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA