د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ولسي وګړي د نامعلومو وسله والو له لورې د پټو او هدفي وژنو له زیاتوالي سر ټکوي. دغه ګوتنیونکي وايي، په تېره یوه میاشت کې نامعلومو وسله والو لږ تر لږ اته تنه ولسي وګړي وژلي دي، خو تراوسه یې عاملین نه دي پېژندل شوي
د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ولسي وګړي د نامعلومو وسله والو له لورې د پټو او هدفي وژنو له زیاتوالي سر ټکوي.
دغه ګوتنیونکي وايي، په تېره یوه میاشت کې نامعلومو وسله والو لږ تر لږ اته تنه ولسي وګړي وژلي دي، خو تراوسه یې عاملین نه دي پېژندل شوي
دغو اندېښنو له هغه وروسته زور واخست چې د روان ۱۳۹۱ کال د چنګاښ په ۱۳مه ماښام مهال د هاشم خیلو خوړ ته نږدې د شیرزادو ولسوالۍ د ځوانانو فعال مطیع الله او د هغه ملګری امرالله نامعلومو کسانو په ډېره بېرحمۍ د کلاشینکوفونو په ډزو ووژل.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې ماښام ناوخته د هاشم خیلو خوړ ته نږدې د ډنډو په سیمه کې څو تنو نامعلومو وسله والو مطیع الله او امرالله د سورلۍ له موټر څخه ښکته او له هغه وروسته یې بې حسابه ډېرې ډزې پرې کړې او وژلي دي.
که څه هم د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقي وال د دغې پېښې پړه پر طالبانو وراچولې، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی ملګري په دغه پېښه کې لاس نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخته په وزیرو کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ بیا په ډېره بېرحمۍ حلاله شوې وه. د خوګیاڼو ولسوال سیدرحمن وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د پټو وژنو څلور پېښې رامنځ ته شوي دي. په دغو څلورو پېښو کې د وسله وال اشاره د هاشم خیلو او د حلالې شوې نجلۍ قضیې ته هم ده. نوموړی وايي چې د خوګیاڼو په ترمۍ کې هم دوه تنه وژل شوي دي.
ولسوال که څه هم د دغو وژنو د علت په اړه خبره له وخت وړاندې وبلله، خو زیاته یې کړه چې د دغو پېښو دقیق څېړل کافي وخت ته اړتیا لري.
د خوګیاڼو اوسېدونکي چې د دولتي چارواکو په کړنو بې باوره دي وايي، د پېښو جدي تعقیب نشته دی.
د خوګیاڼو اوسېدونکی شیرعلي لومړی د ولسوال له دې ادعا سره موافق نه دی چې څلور تنه وژل شوي او بیا په دې حیران دی چې مدعي ورکېږي، نوموړی وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا اته تنه بې ګناه ولسي خلک ووژل شول؛ خو تر دا مهاله يې مدعي معلوم نه شو:((هره ورځ یو کس وژل کیږي، د خدای لپاره دا څه ډول حکومت دی، تر اوسه يې یو قاتل ونه نیولو.))
د خوګیانو یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي حیران دی چې دا ډول وژنې څوک ترسره کوي، ځکه په خبره یې نه یې طالبان مسوولیت مني او نه یې حکومت: (( عجیبه ده ولا، نو دا کار څوک کوي، پیریان یې کوي، په سیمه کې یا حکومت دی او یا طالبان، که دوی دواړه یې نه کوي او دا کار د غلو وي، دوی بیا ولې د خپلې بدنامۍ د لرې کولو په خاطر دا لاره شکوونکي نه نیسي.))
د خوګیاڼو بل اوسیدونکی سمیع الله بیا وايي چې لږ مودې مخکې د وزیرو په سره کلا سیمه کې یوه ځوانۍ نجلۍ حلاله شوې وه: (( دا څه کوې چې یو ماشوم هم حلال شوی و، د خوارانو په سیمه کې خو هره اوونۍ د پټو وژنو یوه پېښه رامنځته کېږي.))
نوموړي اړونده دولتي چارواکي تورن کړل چې په دې برخه کې لکه څنګه چې ښايي هغسې اقدامات نه ترسره کوي.
د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د وزیر احمد خیلو قومي مشر ملک سیداغا بیا دې حیران کړی چې امنیتي پوستو ته څېرمه دغه پټې وژنې کېږي، هغه وايي:((ولسي وګړي له اړونده حکومتي چارواکو ځکه سخت ناراضه دي، هغه د ځوانې نجلۍ مړی په داسې ځای کې پروت وو چې پاس ترې د بهرنیو ځواکونو اډه ده او لاندې ترې حکومت دی، دا د دې معنی لري چې دلته امنیتي خلا شته.))
خو د خوګیاڼو ولسوال سیدالرحمن بیا وايي چې ټول امنیتي ارګانونه ( سرحدي پولیس، ملي اردو) ورسره په ګډه ګزمې کوي او کوښښ به وکړي چې د دغو پټو وژنو اصلي سرچینه پیدا کړي: ((خوګیاني یوه پراخه ولسوالي ده او دا مهال په کې د نورو ولسوالیو په نسبت یو څه امنیتي ننګونې هم شته خو د دغو وژنو د مخنیوي پروسه به هغه مهال بریالۍ شي چې ولسي خلک راسره مرسته وکړي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


