د چين دولتي رسنيو امريکا ته خبر دارى ورکړى، چې په ارام سمندرګي کې دې د نوي پوځي واک په ټينګار سره اختلافات نه راپاروي.
د شينهوا دولتي اژانس ويلي، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هڅه کوله، چې په خپل اسيايي سفر کې چين په ډيپلوماټيک ډول راګير کړي.
اژانس همدارنګه پر هغې تور پورې کړى، چې پر له پسې يې پر چين پرته له دې، چې نوم يې واخلي، نيوکه کړې ده.

امريکا تېر کال ويلي وو، چې په ارام سمندرګي کې به خپل پوځي شتون پراخ او له خپلو اسيايي ملګرو سره به اړيکې لا پياوړې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ