وسله والو طالبانو د پاكستان په قبايلي سيمې وزيرستان كې د ماشومانو پر پوليو يا ګوزڼ واكسين بنديز لګولى دى. دوى وايي، كه پر سيمه د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه بند نه شي، نو د ماشومانو پر واكسين به هم بنديز لرې نه شي.
وسله والو طالبانو د پاكستان په قبايلي سيمې وزيرستان كې د ماشومانو پر پوليو يا ګوزڼ واكسين بنديز لګولى دى.
دوى وايي، كه پر سيمه د امريكا د بې پيلوټه الوتكو بريدونه بند نه شي، نو د ماشومانو پر واكسين به هم بنديز لرې نه شي.
چارواكي وايي، دوى د روانې ميلادي مياشتې له ۱۶مې تر ۱۸ مې نېټې پورې د پوليو د مخنيوي واکسين پيلوي، خو د طالبانو د بنديز له كبله يې وزيرستان د پوليو واكسين كې شامل كړى نه دى.
د قبايلي سيمو لپاره د واكسين مشر وايي، د طالبانو د بنديز له كبله به په شمالي وزيرستان كې دوه لكه اووه ويشت زره شپږ سوه څلور پنځوس او په جنوبي وزيرستان كې يو اتيا زره اته سوه نهه ماشومانو ته د پوليو واكسين څاڅكي ونه څڅول شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

