ads

كډوال؛ د پاکستان په لاس سیاسي حربه

د چنګاښ لسمه د پاکستان په پښتونخواه ايالت کې د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ ورځ وه، خو افغان حکومت وايي، په يو ځلي ډول دومره زيات کډوال نشي جذبولى. د چنګاښ لسمه د پاکستان په پښتونخواه ايالت کې د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو د ټاکل شوي ضرب […]

نویسنده: TKG
20 چنګاښ 1391
كډوال؛ د پاکستان په لاس سیاسي حربه

د چنګاښ لسمه د پاکستان په پښتونخواه ايالت کې د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ ورځ وه، خو افغان حکومت وايي، په يو ځلي ډول دومره زيات کډوال نشي جذبولى.

د چنګاښ لسمه د پاکستان په پښتونخواه ايالت کې د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ ورځ وه، خو افغان حکومت وايي، په يو ځلي ډول دومره زيات کډوال نشي جذبولى.

د كډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت له كليد سره په ځانګړې مركه كې وويل چې په دې هکله له پاکستاني چارواکو او د ملګرو ملتو سازمان له اړوندې ادارې سره خبرې روانې دي.

جرئت زياته كړه، دغه وزارت د پاكستان له دولته غوښتي څو د هغو افغان كډوالو دقيقه سرشمېرنه ترسره كړي چې قانوني اسناد نه لري.

د جرئت په خبره، كه د افغان كډوالو سره د پاكستان د حكومت چلند سياسي نه وي، د كډوالو ستونزه اوارېږي:(( تر دې مهاله هم د پاكستان حكومت د بې اسناده افغان كډوالو په وړاندې څركند سياست نه لري، تاسې پوهېږئ چې اوس هم د تورخم له پولې هره ورځ ۷۰ زره افغانان يا پاكستان ته ځي او يا هم له پاكستان راځي، بې له دې چې هلته د پاكستان مسوولې غرفې او مامورين له دوى څخه د وېزې يا پاسپورت غوښتنه وكړي. له دې په څرګند ډول ښكاري چې پاكستان تر دې مهاله د نا ثبت شویو افغان كډوالو پر وړاندې مشخص سياست نه لري.))

جرئت وړاندې وايي: ((نو كه د پاكستان اوسنی ګام يو ټولنيز حركت وي، دغه ستونزه حلېږي خو كه د دوى دا هڅه سياسي رنګ ولري بيا نو بې له شكه چې هم افغانان او هم افغان حكومت له ستونزو سره مخامخولى شي.))

د كډوالو چارو وزارت وياند ټينګار كوي چې د افغان كډوالو هر ډول راستنېدل بايد په خپله خوښه او د كډوالۍ د نړيوالو كنوانسيونونو مطابق وي: ((د كډوالو او بيا راستنېدونكو چارو وزارت د يوه پاليسي جوړوونكي وزارت په توګه يو شمېر كارونه په دې برخه كې ترسره كړي دي، له دې ډلې سيمه ييزه ستراتېژي چې اوس اوس تدوين شوې ده، ۱۸ مركزي ولايتونه په بر كې نيسي او ۴۸ سيمې مشخصې شوې. كله چې كډوال هېواد ته راستنېږي د يو ان اچ سي ار په مرسته د كډوالو چارو وزارت د ټرانسپورت لخوا دغو سيمو ته لېږدول كېږي.))

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو اداره وايي، هېواد ته د بې اسناده افغان كډوالو  په زور راستنول دغه ستونزه نه شي اوارولاى.

د دغه ادارې وياند نادر فرهاد ټينګار كوي چې دغه ډله افغان كډوال چې اسناد نه لري بايد قانوني شي او اسناد وركړل شي:((موږ په تېرو كلونو كې شاهد وو چې يو ډېر شمېر افغانان له خارجه راستانه شول، له پاكستان او ايران څخه وويستل شول، خو د حل دوامداره لاره نه وه، له دې كبله چې اوس مهال هم هلته د پام وړ افغانان شته، نو په دې خاطر بايد هغه حل لاره چې ورته جوړېږي بايد هر اړخيزه وي، يعنې د دوى قانوني كېدل او په خپله خوښه راستنېدل، څو په ټوله كې د افغانانو په ګټه وي.))

له بل لوري د افغانستان د بهرنيو چارو  وزارت وايي چې د ضرب الاحل نېټې تر پوره كېدو دوه ورځې وړاندې ( د چنګاښ په اتمه) په پاكستان كې د افغانستان لوى سفير د پاكستان له بهرنيو چارو وزيرې سره په دې اړه غونډه درلوده.

د دغه وزارت د وياند مرستيال فرامرز تمنا وايي، د پاكستان حكومت ژمنه كړې، هغه مهاجرين چې قانوني اسناد لري په زور هېواد ته ستانه نه كړي:(( هغه خبرې چې د افغانستان سفير ښاغلي عمر داودزي د پاكستان له بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني كهر سره درلودې، دغه مسئله يې له نومړې سره مطرح كړه چې د افغان كډوالو ستنېدل بايد په خپله خوښه، قانوني او باعزته وي، او د افغانستان امنيتي سياسي او اقتصادي شرايطو ته بايد وكتل شي.  پاكستان هم ژمنه وكړه چې د كډوالو په برخه كې به داسې ګامونه واخلي چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ او ورورۍ اړيكې دوامداره پاتې شي او د افغانانو ژوند ونه ګواښل شي.))

له بل لوري په پاكستان كې مېشت ناقانونه افغان كډوال وايي چې پر وړاندې يې د پاكستان حكومت د پوليسو لخوا بد چلند، نيول او ځورول دوام لري.

د پېښور نوښار ته څېرمه د زاخېل كمپ يو تن كډوال ۵۲ كلن دين محمد وايي: (( ښار او بازار ته نشو وتلى، دا پوليس رانه پيسې اخلي، نيسي مو او جېل ته مو اچوي، دوى وايي تاسې بايد نور له دې ځايه ورك شئ، د سودا لپاره له كوره نه شو وتلاى، خو كور كې به مو هم ارام پرې نږدي.))

له بل لوري ۵۵ كلن فضل الرحمن چې د ۲۵ كلونو راپديخوا لومړى په جلوزو كمپ او اوس پېښور ښار كې اوسېږي وايي: (( زموږ دلته كاروبارونه دي، په افغانستان كې هېڅ هم نه لرو ځمكې مو زورواكو نيولې دي، هلته كاروبار هم نه شو موندلاى، ډېره به راته سخته وي چې لاړ شو، بله دا چې د افغانستان حكومت هم د دې وس نه لري او يا يې نه كوي چې د ورغلو افغانانو ستونزې حل كړي، هغوى په دښتو كې په خېمو كې اوسېږي. دلته د پوليسو لخوا هره ورځ ځورېږو خو چاره نه لرو څه وكړو.))

د ناقانونه افغان کډوالو د مهلت له پای ته رسېدو سره جوخت د پاكستان د خيبر پښتونخوا د صوبايي حكومت وویل چې په خيبرپښتونخوا کې د غيرقانوني افغان کډوالو او د څلور سوه زره بې سنده افغانانو اوسېدل، نور نه شي زغملی.

د خيبرپښتونخوا حکومت مخکې تر مخکې د جون دېرشمه په دې ايالت کې د هغو افغانانو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه چې د مهاجرت قانوني اسناد نه لري.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياافتخارحسين په دې اړه رسنیو ته ویلي، قانون نافذوونکو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د غيرقانوني افغانانو لېست برابر او د ضرب الاجل په پای ته رسېدو یې ونيسي، محاکمه او بيايې خپل هېواد ته ستانه کړي.

افتخارحسين ویلي چې د نړۍ هېڅ هېواد غيرقانوني کډوال نشي زغملای. ده زياته کړې چې پاکستان د دوه دېرشو کلونو لپاره افغان کډوال ومنل خو ايالتي حکومت نور د دوی بار پر خپله اوږه نشي وړای او دوی بايد خپل هېواد ته ستانه شي.

خو IOM يا د مهاجرت نړيوال سازمان بیا وايي چې افغانستان د دومره زيات شمېر راستنېدونکو کډوالو لپاره ځای او ظرفيت نه لري. د IOM وياندې انچال خورانا فرانس پرس اژانس ته ويلي چې په افغانستان کې د دې شمېر راستنېدونکو لپاره لازمې سرچينې، ښوونځي، کلينيکونه او په خاص ډول د کار امکانات نشته.

د ملګروملتونو دکډوالو اداره UNHCR وايي، په پاکستان کې د دېره قانوني افغان کډوالو شمېر ۱۷ لکه دی، خو لکونه نور افغانان بيا له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې اوسي.

د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې په تېرو لسو کلونو کې د ملیاردونو ډالرو له لګولو سره سره داسې اقدامات نه دي کړي چې په پاکستان کې اکثره دېره افغان کډوال چې د ژوند ښه شرايط هم نه لري، خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره زړه ښه کړي.)

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA