د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد پر امريکا تور ولګاوه، چې په سوريه کې له فعالو ګروپونو سياسي ملاتړ کوي او د دغه هېواد بې ثباته کولو ته لمن وهي. ښاغلي اسد له جرمني تلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، چې سعودي عربستان او قطر هم په سوريه کې دننه ترهګرو ته وسلې ورکوي.
د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد پر امريکا تور ولګاوه، چې په سوريه کې له فعالو ګروپونو سياسي ملاتړ کوي او د دغه هېواد بې ثباته کولو ته لمن وهي.
ښاغلي اسد له جرمني تلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، چې سعودي عربستان او قطر هم په سوريه کې دننه ترهګرو ته وسلې ورکوي.
نوموړي په ورته وخت کې ترکيه له ترهګرو سره پر لوجسيتکي ملاتړ تورنه کړه.
اسد پخپلې دې تازه مرکه کې وويل، امريکايان په هر ډول، چې له ترهګرو سره مرسته کوي، د ترهګرو شريک ګڼل کيږي.
دى دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې استازی کوفي عنان نن دمشق ته سفر وکړي او له بشارالاسد سره وګوري.
په سوريه کې د دولتي ځواکونو او اعتراض کونکو تر منځ نښتې لا هم دوام لري.
د راپورونو له مخې پرون د يکشنبې په ورځ هم لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


