په روسيه کې د سېلابونو له كبله د تلفاتو کچه د لوړېدو په حال ده. د روسيې په جنوب کې سېلابونو او ځمکې ښويېدنې د تورې بحيرې له لوى بندر نووروسېسک نه د اومه تېلو لېږدول ځنډولي او په ټوله سيمه کې يې
په روسيه کې د سېلابونو له كبله د تلفاتو کچه د لوړېدو په حال ده.
د روسيې په جنوب کې سېلابونو او ځمکې ښويېدنې د تورې بحيرې له لوى بندر نووروسېسک نه د اومه تېلو لېږدول ځنډولي او په ټوله سيمه کې يې ټرانسپورټي اړيکې پرې کړې دي.
ځايي چارواکي وايي، چې د سختو بارانونو له كبله راوتلو سېلابونو لږ تر لږه ۱۰۴کسان وژلي او زرګونه کورونه يې اغېزمن کړي دي.
د سېلابونو له كبله د تلفاتو کچه د ځايي چارواکو په وينا، په تېرو ۷۰ کلونو کې بې سارې ده.


